دویچه پریس ایجنسی د ناټو د ویاند له قوله خبر ورکوی چی پرون د افغانستان په جنوب کی په جلا جلا پیښو کی د ناټو درې پوځیان له منځه ولاړل . یو پوځي چی هویت یې نه دی ښودل سوی ، د طالبانو په مخامخ ډزو کی ووژل سو . دوه نور چی امریکایی پوځیان دي ، د ماین په چاودنه کی ووژل سول . هغوی دا ادعا کوی چی ناټو په کاپیسا او کندهار کی ۱۸ جنګیالي هم له منځه وړي دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه