کور / تازه خبرونه / حماس : د محمود عباس له لوری اعلان شوی ټاکنی نه منو

حماس : د محمود عباس له لوری اعلان شوی ټاکنی نه منو

منځنی ختيځ :

د حماس ډلی غږ وکړ چی د محمود عباس له لوری په اعلان شوی خبر کی چی په راتلوکی کال کی به په ټول فلسطین کی د ولسمشری او پارلمانی ټاکنی تر سره شوی دوی ته د منلو وړ نه دئ .

محمود عباس اعلان وکړ چی د ۲۰۱۰ کال په لومړی ماشت کی به په ټول فلسطین کی ټاکنی تر سره شی ، د محمود عباس دفتر په رسمی توګه اعلان وکړی چی ټاکنی به په ټول فلسطین کی په شمول د غزی چی اوس مهال د حماس په والکه کی ده ترسره شي .

د حماس ډلی وایه دا په دی معنی ده چی محمود عباس د اسرایلو او امریکی فشارونو ته تسلیم دی .
حماس ډله وایی ښایی چی د غزه لپاره به بیلی ټاکنی اعلان کړی ، دا په دی معنی ده چی په یوه خاوره کی دوه ټاکنی (ولسمشری او پارلمانی ) د دوو مخالفو ډلو ترمنڅ ځنګه امکان لري .

د حماس د ډلی دا غبرګون په داسی حال کی دی چی د تیر کال راهیسی د حماس او فتح د ډولو ترمنځ د مخالفت د له منڅه وړلو لپاره هڅی روانی دی خو لا سلا مشوری ته نه دئ رسیدلئ .
په همدی اساس په تیره میاشت که مصر هم کوښښ وکړ چی د حماس او فتخ د ډلو ترمنځ خبری اتری وکړی د مصری له لوری وړاندی شوی طرح سره د فتخ ډلی خپل موافقت ښودلی خو د حماس ډله لاتر اوسه پوری خپل موافقت نه ښیي .