کور / شعر / غزلونه

غزلونه

غزل

نه توره يې په کار ده نه وسله غواړي خاونده

په تشو احساساتو جنګېده غواړي خاونده

دې ډېرو نفرتونو دومره ډېر دي وېرولي

د يار تر ديد تېرېږي سترګې نه غواړي خاونده

په دې پسې به دا وي، دغه کونډه په دعا کې

و خپلې پېغلي لور ته حوصله غواړي خاونده

چې ستوري په کې نه وي او چې لمر په کې ډوب نه شي

زموږ ښاغلې داسې يوه شپه غواړي خاونده

که وار د کوچۍ راغى او له نيته دې پوښتله

يو ځل د حق د چيغې اجازه غواړي خاونده

غزل

چې زه ستا ماشومه لور وم څومره مورې رانژدې وې

لکه سيورى د اوربل له هره لورې را نژدې وې

چې مې ستا په اوښکو ژوند و خپلې اوښکې مې لا نه وې

ته تر هغه وې زما تر هغه پورې را نژدې وې

چې زما په حال ژړا وه ټوله ستوري شوه ستانه شول

يوه ته وې له هر چا نه سپوږمۍ خورې را نژدې وې

څو د دنکو ونو زړونه هلته ليري په خندا وه

څو د ماتو زړو مېرمنې څو سرتورې را نژدې وې

يه زما خواره تنديه اوس په تا باندې تاوان يم

ځکه ته په هغه ورځ تر خپله سيورې را نژدې وې

د شهيد لالي په قبر نور څه نه و چې يې کېږدم

غرونه غرونه وچې تېږې تکي تورې را نژدې وې

غزل

اوس خو لا زړونه دي بلېږي ها د چا خبره

نه مو ډېوه په کار راځي نه د ړنا خبره

دوى مې د زړه په درزا هله پوه شوه کله چې ما

په ژبه اړاوه ستا نوم چې وکړم بيا خبره

له ډېره وخته يې په زړه کې ساتي نه يې ليکي

دغه قاتل په خپل تندي د مدعا خبره

تورې جامې به بيا و نه کړم څو مې وس وي چيرته

ما چې کږلې دا خبره وه رښتيا خبره

اوربل دي دود شم په دې لاره يو څو پلونه پراته

همزولي مه کوه د باد او د هوا خبره

ستا د کوچۍ په لاس کې داسې يوه تشه پرته

ډکه به نه شي نه په ستورو نه په دا خبره

غزل

ته لاړ شه اوس ويده شه په قراره، يم ولاړه

سپوږمۍ غوندې په سر ستا تر سهاره يم ولاړه

اوس ووايه جانانه دا چې څومره دي تصوير کړم

و مخ ته دي ريچې ريچې هنداره يم ولاړه

مودې وشوې بلا شپې تيرې شوي دي مګر لا

زه ستا په انتظار يم ستا د پاره يم ولاړه

که نن وي که سبا کراچۍ لاړه به شم تا نه

زه خواره د کابل يم بس په لاره يم ولاړه

رضا ستا ده خاونده واک هم ستا دى مګر زه خو

په وړاندې دي تور مخې ګناه کاره يم ولاړه

غزل

لمبه نه شي لېمه مې دومره سره نه شي اخير

او ستوري په کې وريت نه شي نينه نه شي اخير

لږ ودرېږه معطل شه سترګې بيا راواړوه

همدا مې دديدن وروستۍ شېبه نه شي اخير

ناسته يم د څو تورو پلو مې لپه کړى

تر نيمي ده اوښتې تېره شپه نه شي اخير

په پام پرې څڼې ږده د موره يو يې که منې

دا کاڼي د غليم په اراده نه شي اخير

پرده يې ربه وکړې دې زيارت ته هره ورځ

کوچۍ ځي او راځي چې پرې خوره نه شي اخير

غزل

کعبه ساتي په زړه کې هم منات ساتي په زړه کې

دا خلګ خو اوس څو رنګه حالات ساتي په زړه کې

دا سترګې مو کږې ورپسې ستورو غوندې نه شي

هر څوک چې دلته لمر غوندي عادات ساتي په زړه کې

پړوني که يې نوي شي په سر زموږ د پېغلو

غمي د ړنو اوښکو به لا مات ساتي په زړه کې

خاونده غليم چا په دې خبر کړو چې دا خلګ

نه چا پسې حساب کړې نه کسات ساتي په زړه کې

تر عمره مې تقدير نه شې د څو شېبو تصويره

کوچۍ دي له پخوا نه دومره زيات ساتي په زړه کې