د نيویارک ټايمز مشهور او وتلی کالمنسټ، نيکولاس کريسټوف، د اکټوبر پر ۲۲ مه يوه مقاله خپره کړې ده چي لوستل يې عبث نه ګڼم. ښاغلی کریسټوف د افغانستان سره اوږده سابقه لري، او په پښتني سيمو کي د سفرونو او تجربو جالبي کيسې هم لري. مقاله کټ -مټ ترجمه سوې ده، خو صرف يو پراګراف ترې حذف سوي دي.
زموږ په خاوره – متحده ایالاتو- کي د خارجي قواوو شتون، زموږ د پلرونو او نیکه ګانو غوسه راوپاروله، او په نتيجه کي متحده ایالات تشکيل او ازاد سول. په بل عبارت، د امريکا ازادي زموږ د پلرونو او نيکه ګانو د نشنلزم له برکته تر لاسه سوه. هغوی خارجي قواوو ته د اشغالګرانو په سترګه کتل نه د محافظينو په حیث. برتانويان هيڅکله زموږ د پلرونو پدغه غوسې باندي پوه نه سول. برتانویان نه پوهېدل چي دا زموږ ملک دی، نه د هغوی. هر څونه چي برتانويانو قهر او فشار زياتوی، په هغه اندازه په د امریکایانو ښورښ او مقاومت لا زور اخيستی.
دې تاریخ ته په کتو سره، موږ بايد هرومرو په نورو ملکونو کي د نشنلزم حساسيت درک کړی وای، خو د دوهمي نړيوالي جګړې راپدې، په ويتنام او لاتيني امریکا کي، موږ امريکايانو په منظمه توګه پر له پسې اشتباهات کړي دي، او د نشنلزم قوت ته مو په سپکه سترګه کتلي دي.
همدراز، موږ په افغانستان او پاکستان کي هم د نشنلزم دکشش او زور په باره کي سم سوچ ندی کړی، په تېره بيا، د ۴۰ ميلونو پښتنو په مينځ کي چي د سرحد پر دواړو غاړو باندي پراته دي. همدا يو دليل دی چي هغه ۲۱۰۰۰ عسکر چي جمهورریس اوباما ددې کال په سر کي افغانستان ته واستول، دثبات راوستولو سره يې کومه ښکاره مرسته نده کړې، او ۴۰۰۰۰ نور اضافه عسکر به هم چندان ګټه ونکړي.
موږ په افغانستان کي د دوهمي نړيوالي جګړې په پرتله دوه برابره زيات کلونه جنګ کړی دی، او د لګښت کلنی تخمين يې ۶۰ بيلونه ډالره کېږي. د ښورښ او ګوريلايي جنګونو د اصولو په اساس، د عامه خلکو او عسکرو نسبت امر کوي چي موږ بايد په افغانستان کي ۶۵۰۰۰۰ عسکر ولرو څو هغه هېواد ارام او باثباته کړو. ايا د ۴۰۰۰۰ نور عسکرو استول به کوم ښکاره توپير راولي، او زموږ د ۱۰ بيلونو څخه تر ۴۰ بيلونو ډالرو کلنی مصرف به توجيه کړي؟ په تېره بيا چي ښايي همدا عسکر د اشغالګري امريکا تصور لا غښتلی کړي.
زه د هغه وخت راهيسي د پښتنو په باب مجذوب او لېوال سوی يم چي د محصلۍ په دوره کي مي په قبايلي سيمو کي د بسونو په جنګلو کي د مسافرانو د بکسونو او بسترو په مينځ کي سفرونه کړي دي. پدې وروستيو کلونو، په افغانستان او پاکستان کي د زياتو پښتنو سره د مرکو په جريان کي ماته دا سوچ راپیدا سوی دی چي موږ ددغه روان ښورښ د فطرت او ماهيت په اړه سخت غلط درک ته رسېدلي يو.
ځيني طالبان سرټمبه مذهبي اشرار دي چي تر مرګ پوري به زموږ سره جنګېږي، مګر نور پدې خاطر جنګ کوي چي نغدي پيسې ترلاسه کوي، ځيني لدې کبله وسلې اخيستې دي چي قومي مشرانوسپارښت ورته کړي دی، ځينو ته همدا روان بغاوت دعنعنوي غلا او لوټ نوې لاره پرانیستې ده، د ځينو د اکا زوی امريکايي عسکرو وژل دی، او باالاخره ځيني غواړي چي کفار له خپله ملکه وباسي.
کله چي پاکستاني عسکر پښتني سيمو ته ننوځي، نتیجه يې په غیر عمدي توګه وخت نا وخت د افراطيانو سره مرسته ده. که چيري پښتانه د پنجاپيانو په مقابل کي داسي عکس العمل ښيي، ولي بايد موږ فکر کړو چي د ټکساسايانو په وړاندي بل ډول عکس العمل وکړي؟
حقيقت دا دی چي د پښتنو معاصر تاریخ، البته تر يوحده پوري، د عصريت او ماډرناېشن په مقابل کي مقاومت دی، کوم چي دننه په ټولنه کي چندان مشتریان نلري.
پدې تېرو څو کلونو کي، د امريکا پوځ تر ډېره حده پوري د افغانانود حساسيتونو په وړاندي ډېر حساس سوی دی، او هلته داسي اول لمبر افسران سته چي د محلي پښتني مشرانو سره ښه همکاري کوي. همدا رشتين ثبات ایجادوي. مګر ګرده قومندانان دا ډول ندي، او اضافه عسکر به خامخا زياتو تلفاتو ته لاره خلاصه کړي چي په نتیجه کي به تاوتریخوالی زياتېږي او د طالبانو مېله به لا جوړېږي.
د اضافه عسکرو د استولو د پلويانو مهم استدلال د القاعدې د ټروريسټانو څرګند تهديد دی. مګر د جمهورريس کلنټن د وخت د ملي امنيت د شورا يو غړی، ښاغلي سټېون سيمون، وايي تر افغانستان په پاکستان، يمن، او سوماليا کي د القاعدې زيات جنګيالي سته. هغه وايي، «زه شک لرم چي دافغانستان جنګ به د القاعدې پرابلم حل کاندي.»
ددې خبري مانا دا نده چي موږ بايد خپل عسکر له افغانستان څخه را وباسو، ځکه دا غلطه خبره ده چي یا به موږ افغانستان پرېږدو او يا به خپل عسکر دوه برابره کوو. له افغانستانه را وتل به د امريکا د کمزورتيا په ارتباط يوه خطرناکه نښه او علامه وي، او هم به پاکستان سخت بې ثباته کاندي.
زما سپارښت دا دی چي موږ د افغانستان لپاره خپل مقاصد او اهداف څه اصلاح او را کم کړو، ځکه افغانستان به په لنډو وختونو کي هيڅکله په يوې ځلاندي ډيموکراسۍ بدل نه سي. موږ مجبوره يوچي خپل اوسني عسکر هلته د ښارونو د ساتلو لپاره وساتو، نه د کليو د حفاظت لپاره. په عين زمان کي موږ بايد دافغان د اردو د لا غښتلیتوب کارونه ګړندي کړو، او بايد هڅه وکړو چي په پوځ کي پښتانه شامل کړو، څو په جنوب کي مشروعيت تر لاسه کړو. موږ هرومرو بايد د طالبانو سره خبرو ته کښېنو، څو ځيني طالبانو د خپلو ليکو څخه را جلا کړو، او د افغانانو د زاړه دود سره سم هغه افغانان «کرايه» کړو چي وفاداري يې په پيسو رانيول کېدای سي. پر هغو محلي پروژو زور واچوو چي قومي مشران يې د ساتلو ضامت کوي. دا به نوي کارونه خلق کړي، او بل بايد هرومرو د افغانستان او پاکستان تر مينځ د ګمرکاتو ماليات راکښته کړو.
دا واقعيت بايد په پام کي ونيسو چي د ۴۰۰۰۰ اضافه عسکرو حد اقل لګښت – ۱۰ بيلونه ډالره- کولای سي چي دوو ميلونوخوارو امريکايي ماشومانو د وړکتون لګښت برابر کړي. ايا په اوږدې مودې کي دا زموږ په ګټه ده چي دغه پيسې دننه په امريکا کي ولګوو، او که خپل ځوانان د افغانستان عبث جنګ ته ور واستو، او بده لا داچي پښتون نشنلزم لا ګرم او غښتلی کړو؟