کور / تازه خبرونه / ۵ افغانان د ايران په پېښه كي قربانيان شول

۵ افغانان د ايران په پېښه كي قربانيان شول

تېره اونۍ د ايران په ځان مرګي پېښه كي پنځه كسه افغانان هم د همدې پېښي قربانيان شول. د دوى مړي تېره شپه له ايران څخه كوټي ته راوړل شول چي څلور به همدلته خاورو ته سپارل كېږي او بل تن نن سهار د جنګ څپلي هيواد افغانستان ته يو وړل شو. د يوه قرباني ورور د پېښي په اړه راته وويل :

– موږ هلته د مزدوري لپاره ولاړو. چي ځمكه آب پاشي او څوكي سره سمي كړو. زما ورور او څلور كسه نور ملګري په كار لګيا وو. زه په يو شي پسي د باندي راووتم. د راوتو سره سم دننه چاودنه وسوه. چي زما ورور او څلور ملګري په كي شهيدان شول. انا لله و انا اليه راجعون.زه هم په كي لږ زخمي شوم.

خو د يو خبر له مخي چي د قربانيانو په بدن باندي كوم زخم نه معلومېږي داسي هم ويل كېږي چي كېداى دا كسان پانسۍ ياپه زهرېلي موادو وزل شوي وي. خو د ايران حكومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. د ايران څخه په خپاره سوي خبر كي ويل سوي دي چي دا كسان په پېښه كي وزل شوي دي.

هر كال په ايران كي په لسګونو كسه خپل ژوند له لاسه وركوي. د دې ټولو ستونزو سره-سره بيا هم هر كال په سلګونو افغانان ايران ته په خواري پسي ځي. د يادوني وړه ده چي د پنځو سره قربانيان مړي همدې يوه سړي راوړې دي.
داسي كال به نه وي چي له ايران څخه په لسګونو افغانان د نورو په اوږو خپلو كورونو ته د ځولۍ ځولۍ ارمانونو سره وړل كېږي .

د يادوني وړ ده چي د ايران د پېښو په اړه ځوان ليكوال حكيم رحمتي ګيلانوال يو ناول تر لاس لاندي نيولى دى چي په راتلونكي يوه مياست كي به چاپ سي. دا ناول هم د يو افغان د ژوندانه كيسه پر مخ بيايي او بيا هلته خپل ژوند له لاسه وركوي او د نورو په اوږو كور ته راوړل كېږي او د خپلي مور خوږمن زړه زړوي.