کور / تازه خبرونه / کای آیدي : تقلب به لږ سي خو ختم به نه سي

کای آیدي : تقلب به لږ سي خو ختم به نه سي

د اسوشيټيډ پريس د خبر له مخي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو لوی استاځي کای آیدي پرون وويل چي په تيرو ولسمشريزو انتخاباتو کي چي کوم له حده وتلی تقلب او ډیره ساخته کاري سوې وه ، هغه به په راتلونکو ټاکنو کي لږ سي خو ختم به نه کړائ سي . ده وويل چي موږ به په دې قادر نه سو چي کوم ناڅاپي او ډراماټيک بدلون راوړو . کای آيدي زياته کړه چي د اګسټ د شلمي په انتخاباتو کي چي د طالبانو لخوا کومه نا امني موجوده وه، هغه اوس هم پر خپل حال پاته ده او ناټو کوم برياليتوب نه دئ ګټلئ . ده زياته کړه چي تر آينده انتخاباتو وروسته چي کوم حکومت منځته راځي، بايد هرومرو د جنګياليو سره د سولي او پخلايني بهير ته لاس واچوي .

د اسوسيټيډ پريس د يو بل خبر له مخي د ناټو دوو غړو هالينډ او ډنمارک اعلان وکړ چي تر څو په کابل کي يو مشروع حکومت نه وي کښېناستلئ موږ به نور پوځيان هلته و نه لېږو . هغوی دا بيان د ناټو په غونډه کي د نورو پوځيانو د ورليږلو په ځواب کي ور کړ .

د يو بل خبر له مخي چي پنتاګون او د برتانيې د دفاع وزارت ورکړ، ويل کيږي چي پرون يو امريکايي عسکر په کندهار کي د خپلو زخمونو له امله مړ سو او يو برتانوی پوځي هم د هلمند په ګرشک کي د طالبانو ماين وواژه .