کور / تازه خبرونه / حيات اباد : ريموټ کنټرول موټر ۱۵ تنه ټپيان کړل

حيات اباد : ريموټ کنټرول موټر ۱۵ تنه ټپيان کړل

د خيبرنيوز د تازه خبر له مخي نن د جمعې په ورځ د پېښور په حيات اباد کښي ديوه ريموټ کنټرول  موټر په توسط چي د يوه رستورانت مخي ته درول سوئ وو؛ يوه زوروره چاودنه رامنځته سول چي مرګژوبله يې اړولې ده .


د پيښي ټپيان چي شمېر يې نژدې ۱۵  تنو ته رسيږي د درملنې دپاره سيميز روغتون [ حيات اباد ميډيکل کمپلېکس ] ته انتقال کړل سوي دي .

دا پېښه د پوليسو يوې پوستې ته څېرمه رامنځته سوې ده چي د راپورونو له مخي د پيښي پر مهال د ډزو اوازونه هم اورېدل سوي دي ، پوليسو په سيمه کښي د پيښي د تعقيب په موخه خپلي هلي-ځلي ګړندی کړي دي .

د يو بل خبر له مخي نن په اټک کښي هم يوه ځانوژونکې حمله ترسره سول چي ۷ تنه پکښي ووژل سول او ۸ نور ټپيان سول .

په پېښور او نورو لويو ښارونو کښي وروستۍ چاودني او ځانوژونکي حملې په جنوبي وزيرستان کښي د ځايي طالبانو د له منځه وړلو په موخه د پاکستاني پوځ د روانو عملياتو د شروع سره جوخت  زور اخيستئ دئ .

په جنوبي وزيرستان کښي د پاکستاني پوځ د روانو عملياتو له امله په زرګونو کورنۍ د سيمي پرېښودلو ته اړ سوي دي بل خوا UNHCR [د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ] د روانو عملياتو له امله په سيمه کښي د کډوالو د بحران رامنځته کېدو خبرداری ورکړئ دئ .