کور / تازه خبرونه / په بغلان کی یو هلیکوپتر راولوېد

په بغلان کی یو هلیکوپتر راولوېد

رویټر د یواستخباراتی منبع له قوله په خپل تازه خبر کی وایی چی نن په بغلان ولایت کی د ناټو یو هلیکوپتر راولوېد چی تلفات یې هم پېښ کړي دي . منبع دا واضح نه کړه چی آیا هغه د ناټو خپل هلیکوپتر و او که یې په کرایه اخیتسی و ، او دا یې هم و نه ویل چی څو نفره پکښی تلف سوي دي ، آیا هغه افغانان وو که بهرنیان .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، ویل کیږی چی د افغانستان په جنوب کی په دوو بېلابیلو پیښو کی دوه امریکایی پوځیان د طالبانو لخوا د ښخ کړو ماینونو پواسطه ووژل سول .