کور / تازه خبرونه / د ښوونيزي تبادلې موسسې سيمينار جوړ شو

د ښوونيزي تبادلې موسسې سيمينار جوړ شو


د افغانستان د ښوونیزی تبادلی موسسی د پنجشنبی پر ورځ په کابل کی  یو سمینار جوړ کړ.
د نوموړی موسسی د اجرایوی بورد مشر محمد عطا یاری د نوموړی سیمینار موخه  په افغانستان کی د ملی وحدت را منیځ ته کول وښود.
پدی سیمینار کی د مدنی ټولو ، د بیلا بیلو قومونو د شورا ګانو استازو، دپارلمان ، او د علومو اکاډمی یوشمیر غړو ګډون کړی وو.
د غونډی ګډونوالو افغان دولت په تیرو اتو کلونو کی د قومی تناسب،ملی مشارکت،متوازن انکشاف او حقونو تساوی په نه مراعات کولو تورن کړ
د غونډی وینا وال استاد حبیب الله رفیع وویل چی په تیرو اتو کلونو کی دولت له ملی مشارکت او ملی وحدت نه غلطه ګټه اخیستی ده.
نوموړی وویل په تیرو اتوکلونو کی په دولتی واکمنی کی د مشارکت او ملی وحدت نه په ګټی اخیستی هغه ټوپکیانو ته ونډه ورکړل شوی کوم چی په کورنیو جګړو کی ښکیل او په لسګونه  خلک یی وژلی دی.
غونډی ته بل وینا وال قیام الدین کشاف وویل په افغانستان کی په خوره شوی نا امنی کلکه اندیښنه وښوده او د نا امنی د ټغر د ټولو لپاره یی په افغانستان کی د ملی عننوی لویی جرګی را بلل وښود.
نوموړی وویل راتلونکی ولسمشر باید لویه جرګه را وبولی او وسله والو مخالفینو ته هم بلنه ورکړی، نوموړی وویل  د ملګرو ملتونو له سازمان څخه هم باید وغوښتل چی ددی سازمان د امنیت شورا له تور لیست څخه وسله والو مخالفینو د یوشمیر مشرانو نومونه لیری کړی.