کور / تازه خبرونه / ښوونكوته د تدريسي لاروچارو په اړه سیمينار جوړ شو

ښوونكوته د تدريسي لاروچارو په اړه سیمينار جوړ شو

ښوونكوته د تدريسي لاروچارو په اړه سیمينار جوړ شو
د هلمند ولایت: نن د تلى دمياشتى په ۳۰ مه، د هلمند  ولایت د مركز او ولسواليو د سواد زده كړې معلمينو ته دتدريسى لارو چارو په اړه شپږ ورځني سیمينار پيل شو.
نوموړى سیمينار د يونیسف موسسى په مالى لګښت او د پوهنى رياست په همكاري په لاره اچول شوى چى دهلمند ولايت دسواد زده كړى دكورسونو ۲۵۰ تنو ښځينه او نارينه ښوونكو ګډون كړى چی له مخى به يى د تدريسي لاروچارو. نصاب جوړونې او درسي پلان په اړه معلومات وركړل شى.
د سواد  زده کړې د مرکزونو د زده کوونکو زیاتره برخه هغه میرمنې تشکیلوی، چې سن يې د ښوونځي له عمر څخه زيات او له تعليم څخه پاتې شوې وي.
د يادولو وړ ده چې د دغه سیمینار ګډونوالو ته په يادو شويو برخو کې د معلوماتو په ورکولو سربيره ورځنۍ کرايه او خرڅه هم ورکوله کيږي.