دهالېنډ په تاريخ كې په لومړي ځل ترټولو لږ عمر لرونكى ځوان دپارلمان غړى شو دغه لږ عمر لرونكى ځوان فرشاد بشير افغان دى چې لس كاله وړاندي يې دخپلې كورنۍ سره يوځاى دجنګ جګړو له كبله افغانستان پرېښودى او دنيدرلېنډ په مهاجر كېمپ كې پنا واخيسته . فرښاد بشير په كوچني عمر دسياست ډګر ته وروه دانګل او دسوشليسټ ګوند غړي توب يې ترلاسه كړاو په دغه ګوند كې وځلېد.په نيندرلېنډ كې په وروستيو ټاكنو كې سوشليسټ ګوند دريم مقام ګټلى دى . . فرشد د هالنډ د ليوارډن ښار اوسيدونکی دی .هغه په ۲۰۰۲ کال د هالنډ سوسيال ګوند ته راغئ او د تير کال ۲۰۰۷ د جون راهيسي په دې ګوند کي ډير وځليدئ او چټک پرمختګ يې وکړ .فرشاد بشير د ۱۹۸۸ عيسوي کال د جنوري پر ۱۴ په کابل کي زېږېدلی دی چي وړمه ورځ د شل کلنۍ عمر ته ورسېدئ