کور / تازه خبرونه / د شيخ زايد پوهنتون محصلينو پراخ لاريون ترسره کړ

د شيخ زايد پوهنتون محصلينو پراخ لاريون ترسره کړ

په خوست ولايت کې نن پنج شنبه د د اکتوبر دويشتمه د شيخ زايد پوهنتون محصلينو يو پراخ سوليز لاريون ترسره کړ.

لاريون د سهار په نهه بجو پېل او غرمه يولس ١١ بجي د يوه پريکړه ليک په لوستلو سره پاى ته ورسيد .

لاريون کوونکو په ميدان وردګ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د يوه کور د څو تنو وژل کيدل او قرآن کريم ته د اور وراچونې پيښه په سختو او قهريدلو ټکو کې وغندله .

لاريون کوونکو چي شمير ئي نږدي ٢٥٠٠ تنو ته رسيده په داسې حال کې د امريکا اولسمشر بارک اوباماڅيري او د امريکا د متحده ايالاتو بيرغ ته اور ورته کړ،چي لاريون کوونکو له ځانه سره سپين بيرغونه ليږدول د تکبير نارې يې وهلې او د امريکا او ناټو په ځواکونو يې د مرګ نارې په قهريدلو الفاظو کې تکرارولې .

په پريکړه ليک کې د بهرنيو ځواکونو څخه د وتلو غوښتنه شوي وه .او د افغانستان د دولت څخه يې د پيښې په اړه د پلټنې او عاملينو ته يې په افغانستان کې د ننه ددرانې سزا غوښتنه شوي وه .دپريکړه ليک په پاى کې راغلې ووچي کچيرې پرې نړيوالو او د افغانستان دولت د نور کله په څير پدې پيښه سترګې پټې کړې او غوږ يې پرې ونه ګاروه ،نو په مسلح جهاد به لاس پوري کړي .