د تيري پنجشنبي په ورځ دكندهار ولايت مقام او قدرمن واليصاحب لخوادكندهار دكركټ دفدارسيون سره دكركټ دسامان آلاتو مرسته وسوه .
دغه دكركټ لوبي سامانونه چي پكي دكندهار دكركټ د ۱۰ لوبډلو لپاره مكمل لباس په ډير ښه كيفيت سره ، دهري لوبډلي د ۱۴ لوبغاړو لپاره دكركټ دلوبي ښه بوټونه، دهري لوبډلي لپاره دكركټ دلوبي دكولو دضرورت وړ ټول سامان شامل و.
دغه سامان دتيري پنجشنبي په ورځ داكتوبر پر 15 نيټه په هغه غونډه كي دكركټ پرلسو لوبډلو تقسم سو كوم چي له همدي امله جوړه سوي وه ، په غونډه كي دكندها رولايت مقام اداري رئيس ښاغلي امين كمين، دكندهار دبدني روزني آمر ، دكركټ دفدراسيون مسئول او ملي تجار حاجي تورجان شركت كړي و.
دكندهار ولايت په استازيتو ب ولايت مقام اداري رئيس پرلوبغاړو سامان تقسيم كړي او هغوى ته وويل چي دوى ټوله چي څرنګه د ولايت مقام او جناب واليصاحب په خاصه توجه سره په لباس ملبوس سوه نو ټول لوبغاړي بايد ځان پرسپورټي قانون برابر كړي او هرلوبغاړي بايد ښه سپورټي اخلاق ولري . هغه وويل چي دكندهار والصاحب زيار باسي چي د ټولو سپورټ د رشتو لپاره مرستي را جلب كړي څو زموږ لوبغاړي دخپل ولايت او هيواد په سطحه نوم وګټي.
دكندهار دبدني روزني آمر ښآغلي محمدالله ګلالي دكندهار د ولايت دمقام ددغي مرستي څخه مننه وكړه او هغه يي دكركټ دپرمختيا لپاره يو ښه مثبت ګام وبلي، هغه لوبغاړو ته وويل چي دوى بايد زيار وباسي او ښه تمرينونه وكړي څو دكركټ په ډګر كي دكندهار او افغانستان نوم روښانه كړي.
دكندهار ولايت دكركټ فدراسيون مسئول دكندهار دولايت مقام او ښآغلي واليصاحب دهمكاري څخه مننه وكړه او ويي ويل چي دا لومړى ځل دي چي دكركټ دفدراسيون او لوبډلو سره په دومره غټه كچه مرسته كيږي هغه زياته كړه چي ز موږ يوازني غټه ستونزه چي باقي پاته ده هغه د لوبغالي نشتوالي دي، هغه دكندهار ولايت مقام او ټولو مرستندويه ټولنو څخه غوښتنه وكړه چي دكركټ دلوبغالي په جوړولو كي د دوى سره مرسته او همكاري وكړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه