نن دچهارشنبې په سهار د هندوستان د اېګرا نومي ښار ته نژدې (د نوي ډهلي څخه ۲۱۰ کیلومتره ليري) دوې رئیل ګاډیاني سره ټکر سوي دي چي له امله يې لږ تر لږه ۲۱ تنه له منځه تللي او تر ۲۰ زیات کسان زخمیان سوي دي .
نوموړي رئیل ګاډیاني په هندوستان کښي د هغو رئیل ګاډیانو څخه شمېرل کيږي چي لیري پرتو سیمو ته سفر کوي.
ټکر هغه وخت رامنځته سو کله چي یوه رئیل ګاډۍ و سرې اشارې ته انتظار وه او یوه بله رئیل ګاډۍ پکښي ونښته. ویل کيږي چي بعضي مسافرین په رئیل ګاډۍ کښي ویده وه چي د ټکر د پېښېدو سره سم راويښ او سخت وبېرېدل .
هندوستان په نړۍ کښي تر ټولو غټ ترینه د رئیل ګاډۍ نیټ ورک لري او پکښي د ورځي ۹۰۰۰ رئیل ګاډياني دوري-هوري خپل سفرونه کوي چي سپرلي يې تر ۱۸ میلیونه کسانو زیات شمېرل کيږی .
هر کال په هندوستان کښي د ۳۰۰ شاوخوا د رئیل ګاډیو ټکرونه رامنځته کيږي. ددې میاشتي په پېل کښي یو ټکر رامنځته سوئ وو چي له امله یې یو تن له منځه ولاړ او همدارنګه د فبروري په میاشت کښي هم د هندوستان په ختيځ کښي یو بل ټکر رامنځته سوئ وو چي له امله يې ۱۶ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړ .







لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه