کور / راپور / د روغتيا وزارت د ملي درملو او روغتيايي توكو بورد ته پراختيا وركوي

د روغتيا وزارت د ملي درملو او روغتيايي توكو بورد ته پراختيا وركوي

دعامې روغتيا وزارت د لا زياتو د انسجام او اصلاحاتو د چټكوالي په خاطر د درملو، طبې لوازمو، خوراكي توكيو او د دا ډول غير روغتيايي او غير اړينو توكو د مخنيوي لپاره د ملي درملو او روغتيايي توكو بورد ته پراختيا وركوي
 
کابل، د 1388 تلي 29 مه: د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عامې روغتيا وزارت  په افغانستان كې د  درملو او خوراكي توكو د ستونزو په نظركې نيولو سره  هوډ كړى چې  د عامې روغتيا وزارت د نورو اړوندو ادارو، د اړوندو وزارتونو، د خصوصي سكتور، د نورم او ستندرد ملي ادارې، د ملګرو ملتونو اړوندو موسساتو د غړو په شاملولو سره د درملو ملي بورد ته لكه څنګه چې په نورو هیوادونو كې معموله ده،  وده وركړي او نومړى بورد د درملو او خوراكي ملي بورد په نوم ونوموي  ترڅو  دغه بورد كار او كړنى لازيات پراخ، موثر او مثمره شي.

“د نومړي بورد د تاسيس او پراختيا موخه، د درملو، طبي لوازمو، خوراكي توكو، روغتيا ساتني اوښكلاينې په برخه كې د لازياتو انسجام او اصلاحاتو چټكوالى را وستل دي او د سنتي درملو او د غير روغتيايي او غير ضروري  توكو د مخنيوى او په افغانستان كې د نوموړي موادو د خوندي توب او د كيفيت له كبله باوري كول دي. د درملو او خوراكي توكو ملي بورد  د درملو، طبي لوازمو، خوراكي توكو، روغتيا ساتنې او ښكلاينې، سنتي طبابت او له دينه د پيدا شويو ستونزو په چاروكې د تصميم نيولو لويه مرجع ده.” دغه مطلب دعامې روغتيا وزير ډاكټرسید محمد امین فاطمی څرګند كړ. نوموړي زياته كړه:” د درملو او خوراكي توكو ملي بورد، د هېواد د درملو نافذه قانون د مندرجو دندو سربيره، د نوری دندې هم  لري، لكه د غير روغتيایی خوراكي توكو لري كول وروسته د مسلكي شعبې د نظر د څرګندولو څخه، د نورو اړوندو مواردو په برخه كې تصميم نيول چې په دې لايحه  او نورو مربوطه تقنيني اسنادو كې وړاندوينه نده شوې، د روغتيا ساتنې، د ښكلاينې توكو او د خوراكي  مقرري جوړول او په كې تعديل راوستل او  د سنتي درملو او د خوراكي توكو په برخه كې د عامې روغتيا وزارت د اړوندو شعباتو د څيړنيزو كړنو د تخنيكي له كبله پياوړي كول له دې بورد د واكونو څخه شميرل كيږي.”

نوموړى بورد په دې ډول پراختيا مومي: د عامې روغتيا وزير د رئيس په توګه، د فارمسي لوى رئیس د مرستيال په توګه-  د ابن سينا فارمسي انستیتیوت، د فارمسي پوهنځي دوه تنه استادان- د طبي پوهنتون د فارموكولوژي ډيپارتمنت يواستاد،  درملنې چارو رئيس،  د فارمسي تصدي رئیس، خوراكي توكو، درملو د كيفيت کنترول آمر،  په روغتون كې د داخلې يوتن موظف متخصص،  د روغتيايي قوانينو تطبيق څيلنې رئیس،  په روغتون كې يو تن موظف د جراحى متخصص،  د درملو واردكونكو د اتحادې يوتن استازى،  د درملو توليد كونكو ملي اتحاديې يوتن استازى،  د ارزيابى او نظارت رئیس،  د چاپيريال روغتيايي رئیس اود عامې خوراكي آمر د د دې بورت غړو په توګه به وګمارل شي.
همدا راز د اسټندرد ملي ادارې د خوراكي او درملو برخي مسئول، د WHO  FAO, WFP  او UNICEF، مربوطه استازي،  د كرنې او مالدارى وزارت د روغتيايي توكو برخې مسئول او د سوداګرى وزارت،  د نړيوالې سوداګرى خونو او د سنتي طبابت اتحادیې، استازي د دې بورد د ناظرينو په توګه  شامل دي.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د عامې روغتيا وزارت  له ډيرو وګړو په ځانګړي توګه د افغان مشرانو او درنو كورنيو، روغتيايي انډولانو، لكه د امريكا د متحده ايالاتو پراختيايي اداره (USAID)، اروپائی كميسيون European Commission یا (EC)،  د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهی صندوق (UNICEF)، نړيوال روغتيايي سازمان (World Health Organization یا (WHO)، نړيوال بانك (The World Bank) یا (WB)، د Rotary International اداره، د كانادا نړيواله پراختيائی اداره (CIDA)، د واكسين او معافيت لپاره نړيوال اتحاد (GAVI)، جایکا، او د مرستندویه هیوادونو لکه جاپان، ترکیه، پاکستان، ایران، سعودي عربستان، عربي متحده امارات، هسپانيا، ايټاليا، آلمان، فرانسی، هندوستان، تركمنستان، سويدن، هنګری او د نورو ګنو تمويلونكو له مرستو څخه په کلکه منندوى دى.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د عامی روغتیا وزارت روغتیائی خدمتونه د افغانستان زوریدلی اولس ته د هیواد ګود ګود کی بی له هر ډول تبعیض او پلویتوبه وړاندی کوی. په ترڅ کی یی د ټولو ښکیلو ډلو څخه غوښتنه کوی څو د دغی تګلاری درناوی او د روغتیائی خدمتونو د وړاندی کوونکو څخه ملاتړ وکړی تر دی چی دا مقدسه دنده په ښه او رښتیونی توګه تر سره کړی.