آيا امريكا غواړي چې د كلونو لپاره په افغانستان كې پاتې شي، دوى ولې په خپلو پوځي اډو بې كچې ډېر لګښتونه كوي؟ دوى په افغانستان كې په خپلو پوځي اډو په داسې حال كې بې كچې ډېر لګښتونه كوي چې په خپل شعار كې همېشه وايي چې موږ په افغانستان كې د ډېر وخت لپاره نه پاتې كېږو او د دوى په وينا هغه وخت چې په دې هېواد كې امنيت تامين شي دوى به له هېواد څخه خپل ځواكونه وباسي. خو دا چې واشنګټن پوسټ امريكايي ورځپاڼه په افغانستان كې د امريكايانو پر پوځي اډو د بې كچې او ميليارډونو ډالرو د لګښت خبر وركوي، دا اوس ټولو هېوادوالو ته پوښتنه پيداكوي چې آيا امريكا په ريښتيا هم د وېره اچوونكو د مخنيوي او په هېواد كې د امنيت د رامنځ ته كولو او القاعدې ډلې د له منځه وړلو لپاره راغلي او وورسته به بېرته ځي او كه دوى هوډ لري چې د ډېرو كلونو لپاره په هېواد كې پاتې شي، خو لكه څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده د دوى له راتلو سره امنيت جوړ نه شو بلكې لا پسې خراب شو، موږ د طالبانو له ماتې وروسته امنيت او اوسنۍ امنيت هېڅ نه شو سره پرتله كولاى، ځكه چې هغه وخت يو چا كولاى شول چې د هېواد په ډېرو سيمو كې تګ راتګ وكړي خو اوس هر هغه څوك چې دولتي دنده او يا هم په كومه غيردولتي اداره كې كار كوي نه شي كولاى چې په ډاډه زړه د هېواد په ډېرو سيمو كې تګ راتګ وكړي، له بلې خوا موږ اوس وينو چې په هېواد كې القاعده ډله شتون نه لري كه د طالبانو ډله ده هغوى د القاعدې اړونده ډله نه ده. نو چې داسې ده بيا په هېواد كې د غښتلو پوځي اډو جوړښت د څه لپاره؟
امريكايي ورځپاڼې واشنګتن پوسټ په خپله تازه ګڼه كې راپور ورکړى دى، چې امريکايي پوځيان په افغانستان کې ميليارډونه ډالر لګوي او د سرتېرو لپاره يو شمېر پوځي ځايونه جوړوي.
د ورځپاڼې په وينا دا کارونه په دوه زره لسم کال او له هغه وروسته د امريکا د سرتېرو د تسهيلاتو لپاره کېږي.
واشنګټن پوسټ څرګندوي چې تر اوسه په دغو پروژو امريکا دوه اعشاريه اووه ميليارډه ډالر له تېرو دريو کلونو راهيسې لګولي دي او که چېرته کانګرېس موافقه وکړي يو اعشاريه درې ميليارډه نور ډالر به په افغانستان کې په څلوېښتو ځايونو کې ولګوي.
د بګرام په هوايي ډګر کې د مساپرو د لېږد لپاره امريکا دېرش ميليونه ډالر بېل کړي دي. په بګرام کې به د دې پروژې تر څنګ پر يو لړ نورو پروژو هم د دوه زره يولسم کال تر لومړيو پورې ښايي كار دوام وکړي.
امريکا همدا راز غواړي چې د افغان پوځيانو لپاره ځايونه جوړ کړي په دې لړ کې يې د افغانستان په لويديځ کې د ايران پولې ته نژدې د اته شپېته ميليونه ډالرو په لګښت د افغانستان د يوې پوځي فرقې لپاره تاسيسات جوړ کړي دي.
خو امريكا بايد دا هم درك كړي چې افغانان يوازې پوځي مورچو او پوځي اډو ته اړتيا نه لري، د افغانانو اقتصادي حالت بې كچې كمزورى دى، فقر او بې كاري په هېواد په پوره توګه حاكمه ده. كه چېرې امريكا په ريښتيا هم د مرستې او همكارۍ لپاره راغلې وي نو د پوځي اډو پر ځاى دې د افغانانو اقتصادي حالت ته هم پام وكړي.
د ۱۳۸۸ لمريز كال د ميزان ۲۷ مه