کور / تازه خبرونه / د ملګرو ملتونو خوراکي WFP پروګرام خپلي مرستي بندي کړي

د ملګرو ملتونو خوراکي WFP پروګرام خپلي مرستي بندي کړي

اسلام اباد :

د ملګرو ملتونو دنړيوال خوراکي پروګرام وياند سيد امجد جمال نن اعلان وکړ چي پرېکړه يې کړې پر دوه مليون اړمنو خلکو خپلي مرستي ويشل بندکړي ، نوموړي په چارصده ،سوابۍ ، مردان ، سوات او بونير کي يې پر دوه مليونو اړمنو کسانو د مرستي وېشلو بنديدو ددې علت د نړيوال خوراکي پروګرام پر مرکز د ځانمرګي بريد بللی چي دا مياشت ترسره سو او ددې موسسې پنخه کارکوونکي يې ووژل .

نوموړي وويل چي نړيوال خوراکي پروګرام تېره شپه د مرستو بندېدلو پرېکړه وکړه ، د يادوني وړ ده چي نړيوال خوراکي پروګرام د يونيم کال راوروسته په يادو سوو سيمو کي د مرستو ويشل هغه مهال شروع کړي و کله چي په سوات کي پنجابي دولت او طالبانو تر منځ جګړې پای ته ورسېدو وروسته بېځايه سوي خلک بيرته خپلو کورونو ته ستانه سول .