کور / تازه خبرونه / په ميدان وردګ ولايت کي د علماو يوورځنی ورکشاپ جوړ سو

په ميدان وردګ ولايت کي د علماو يوورځنی ورکشاپ جوړ سو

د ميدان وردګ ولايت لخوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي په دې ولايت کي د ۱۵۰ ديني علماو لپاره يو ورځنی ورکشاپ جوړ سو ، د خبرپاڼي له مخي په دې کي عالمانو او د مسجدونو ملايانو برخه واخيسته ، د خبرپاڼي له مخي د ورکشاپ د مخالفينو سره سولي د بهير د غښتليتوب په موخه جوړ سوی و . په خبرپاڼه کي راغلي چي د ورکشاپ ګډونوالو پر مخالفينو ږغ وکړ چي که د سولي د بهير سره يو ځای نه سي او خپلي وسلې پر مځکه کښېنږدي دافغانستان داسلامي جمهوري دولت ولسمشر په وړاندي بغاوت وګڼل سي . د خبرپاڼي له مخي د ورکشاپ پر برخه والو د ولايت مقام لخوا تحفې وويشل سوې .


د يوه بل خبر له مخي دميدان وردګ ولايت لخوا د د بهسودو لومړۍ برخې  ولسوالۍ د(۲۷)بېلابېلو جوماتونو اوتکیه خانو سره د(۴۴) زره  امریکايي ډالرو په ارزښت د سولر،فرش او لوډسپیسکرونو مرسته سوې ده .