دامريکادمتحده ايالاتوپه هغه ليست کې چي دتروريزم سره په تړاوکي دشکمنوکسانونومونه پکښي ليکل کيږي اوس ئې شمېرتر ((۷۷۵))زرو کسانواوښتئ دی .
داکتوبر پر ۲۵ دايتر تاس اژانس دآمريکادکانگرس دعمومي کنترول اونظارت ،پردولت باندي دکنترول دادارې لخوادخپاره شوي معلوماتوپر بنياد خبر ورکړ :((هغه ليست چي دولتي اړونده چارواکودتروريزم سره دتړاولرونکوشکمنوکسانوپه اړوند برابر کړي دليکل شويو نومونوشمېر تر ((۷۷۵))زرو نفرو اوړي .په خپاره شوي خبر کي راغلي چي يوازي په ۲۰۰۴ م کال کي دآمريکا دهوايي ډگرو،بحري بندرو او نورو قواو سرحدی ازادولارونه ((۲۰۰))زره دتروريزم سره په تړاوکي شکمنو کسانونومونه کوم چي آمريکاته راداخل شوي دي پدې ليست کي ورزيات شوي دي .
ددولتي کنترول دادارې يوچارواکی وايي ،کيدای شي يوډېر شمېر نومونه سهوأ په تکراري توگه ليکل شوي وي . خوبلې خواته بياقانون پوهان اوحقوق دانان دا ډار او تشويش څرگندوي چي پدومره پړسېدلي ليست کي دشاملو کسانومخه به آمريکاته دراتلونه څرنگه ترکنترول لاندي ونيول شي .