داکتوبر٢١مه
تيره شپه طالبانودخوست په يوشمېرسيموکې ګواښ پاڼې ويشلي دي پدې پاڼوکې دخوست مېشتوڅخه غوښتل شوي دي چې د ولسمشرۍ ددويم پړاوپه انتخاباتوکې برخه وانخلي اودرايودمرکزونوڅخه ليري اووسي ترڅودطالبانودبريدونوڅخه خوندي شي،همدارازپدې پاڼوکې ليکل شويدي چې دامريکاپه خوښه جوړاوجوړيدونکي حکومت کې خپلې دندې پريږدي.
طالبانوګواښنه کړيده چې ترهغې به جګړه ونه دروي ترڅودبهرنيانوټغرله افغانستان څخه ورټول کړي.دوى پدې پاڼوکې داهم ليکلي دي چې داځل به هغه ژورناليستان اورسنۍ ونه بښي چې بيادحکومت په پلوى خبرونه خپره کړي دوى دازادومطبوعاتوستاينه کړيده خوپه تيروټولټاکنوکې يې درسنيورول حکومت پلوى يادکړى دى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه