د دې نوي دور او حالاتو و پيښو ته که ګورو نو په حقیقت کي نړۍ ته په ډیره جدي توګه د سولي ،امن او سوکالۍ اړتيا محسوسيږي . ولي چي هر وګړی د یو ډیر پټ او درانه احساس خاوند دی او د هغه پټ احساس غوښتنه هم په نړۍ کي د سولي او کراري راوستل دي او هم دغه احساس په انسانانو کي د ښه خواږه ژوندد جوړولو له پاره یوه اجتماعي جذبه او ولوله پیدا کوي او آن داچي انسانان په ټولنیزه توګه دې ته و هڅوي چي د سولي راوستلو له پاره سره یو بل ته لاس ورکړي او د خپل ژوند په خوند ځان پوهه کړي او ژوند د بریالیتوب وه خواته نزدې کړي .
خو بلي خواه ته بیا په ذهنونو کي دا پوښتنه پیدا کیږي چي که رښتیا هم دغه پورتنی ذکر شوی احساس انسانان و لري او بیا سره د سولي په خاطر یو دبل ملا تړلو ته هم تیاریږي نو بیا نړیواله جګړه ولي نه ختمیږي ؟
زما په اند د دې ځواب به دا وي چي انسان چي څومره د ځان د سالم ساتلو له پاره هڅي کوي دهغومره بیا په فطرت کي هم خود غرض او ځان خوښی دی او غواړي چي د ځان د بریالیتوب له پاره د بل وحق ته هم نه و ګوري .خو بیر ته به وه دې ته راسو چي انسانانو ته ژوند هم تیرول دي او هم په ښه مترقي او ټیکنیکل ترز تیرول پکار دي ورته .په خاسه توګه په دې نن نوګي نړۍ کي خو بیخي انساني ژوند ته دامن او سالمیت اړینه ده ولي چي نن نړۍ په ساينسي بنسټونو مخ په وړاندي روانه ده اوهر ملت او هیوادغواړي چي د بل تر سایه لاندي ژوند نه کړي تیر بلکه خپله دطبقاتي ، قامي ،مذهبي اواجتماعي احساس له مخي ځان ته د نوي ژوند په لټه کي شي او یو شناخت ولري او له نورو ملتونو سره هم د خپلي ترقۍ د سالمي ساتلو له پاره په ښو اړیکو او سولیزه توګه د ژوندو تیریدوته ایدامه ورکړي او یو نړیوال سولیز ژوند وه لري . د امن په لاره کي له نورو قامونو سره د ځلاند او جدي ژوند په سیالي کي ورسره سیالي وکړي .
خوپر دې به هم شاید انساني ژوند وه نه دري ولي چي د نن د انساني ژوند چوکاټ ډیر د کړکیچو او ستړیو سره مخ دی او هیڅ یو وګړی د بل وه تابیع کیدو ته نه دی تیار او هر وګړی غواړي په طبقاتي چوکاټ کي وه اوسیږي او په هم دغه چوکاټ کي ژوند له نویو تقاضو سره جوخت اوتړلی پاتې کړي او ځان دسیالانوسیال کړي .
که ګوروچي هر کس او انساني ژوند تیرولو ته د سولي او بقا ارزښت هم زیات دی خو بیا هم نړۍواله سوله تر اوسه رانغله او لا پکي ګوره چي تر کومه هم دغسي ناامني او کړکیچ دوام و لري .
زما په اند په نړۍ کي د هر مکتبه فکر څښتنان بر خه او وجود لري هغه که شعوري وي یا لا شعوري ، که ملي وي یا مذهبي اوکه طبقاتي یا اجتماعي وي خوبیا هم دې ټولو ته د سولي ارزښت په یو ډول مهم دی او بغیر له سولي د دې ټولو ژوند مخ په وړاندي نه شي تلاې . خو داچي له پیړیو پیړیو کوم جنګونه جګړې او ناسمه حالات په نړۍ کي خپاره شوي دي . د هغوی لامل باید چي په ګوته کړل شي ولي چي ټولو ته سوله یو ډول اهمیت او ارزښت لري نو بیا ولي سوله نه رازي؟؟؟
دلته به لږ د انساني ژوند و ارتقائي پروسې ته لاړ شو چي څنګه انسانانو په لومړي ځل د پر مختګ کولو له پاره اراده وکړه او څنګه د دې نن حالت ته ژوند پر مختګ و کړو؟
په دې اړه به ووایم کله چي په نړۍ کي په انسانانو کي د برتري احساس غزوني وکړې نو په انسانانو کي یو پر بل د حکم چلولو یا باچاهي کول د حکم چلونکي په مانا اخیستل احساس پیداکړ او هر باچا به خپله باچاهي د مشر یا لارښود په مانا نه کوله بلکه و خپل رعایا ته به یې دا احساس ورکاوو چي د باچا خبره د قانون خبر ه ده هغه که روا وي اوکه ناروا؟ نو دغسي په انسانانو کي به هم ایمان ضعیفه او نا وسه انسانانو له خوادغه تبلیغات کیدل چي باچا د خداي له خوا رالیږل سوی دی هغه خدای باچا کړی دی خو له دغسي بې ځایه خبرو سره به په رعایاکي دانسته طور لوړي طبقې به په لاندي او ځپل شوي طبقې کي احساس محرومي پیداکوله او ټول انسانان به یې دغسي په بې علمۍ کي ګمراه کول او ښه ژوند به یوازي ده باچا حق بلل کیده نه د رعایا له پاره .خو بیا هم هروخت په نړۍ کي د داسي افکارو خورولو او د لوړي طبقې له پاره دکار کولو په ضد به په هغه ټولنه کي څه باشعوره او د ټینګي ارادې خاوندانو د دغسي ناچله باچاهانو په خلاف خپله مبارزه کوله آن دا چي پر دوی به دومره ظلمونه رواګڼل کیدل چي د هغوظلمونو به په هیڅ قانون او مذهب یا ټولنه کي اجازه نه ورکول کیدله اوتر دې حده چي د لاندي طبقې خلګ به د غلامانو په توګه په دربارونو کي صرف د مړۍ د ورکولو په بدله کي پریښول کیدل او له دغو غلامانو به د مشینګرۍ کار هم اخیستل کیده. خو له دې زیات ظلمه پس به بیا هم دغه باهمته او داجتماعي ژوند جوړونکي سر خیلانو خپله د ارتقائی ژوند د جوړولو له پاره کار کاوه او خلګ به یې د داسي ظلمونو په خلاف پارول او پرمختګ به یې کاوو. چي په حقیقت کي یې په ټولنه کي د حقیقي سولي جوړول لوی مقصد او نصب العین وو. او پرته له هر تعصب ، ټولنیز فرق ، د رنګ او نسل فرق به یې د انساني سیواد او خویونو پر بنسټ په ټولنه کي د یو داسي کس د مشرراوستلو له پاره هڅي کولې کوم چي به د هغه وخت په منل شیویو پوهانو او د ټولنیز غمخوار و خلګو کي شمیرل کیده .
په هم دې بنسټ که ګورو نو د اسلام راوستل هم د دغي انقلابي او غیر متیازي ټولني جوړولو له پاره وو او دایې مقصد وو چي انسانان ټول سر ه برابر دي هیڅ کس پر بل کس برتره نه دی . سپین پر تور او تور پر سپین برتره نه دی .ولي تر اسلام له مخي د عربو چي کوم اجتماعي ، سیاسي او ټولنیز حالات و په ټولو تاریخي مطبوعاتو کي ښکاره بیان شوي دي چي موږ یې په هر ډول د خپلي ټولني د بیا رغوني او سوله ایزي جوړولو له پاره د سبق یا عبرت په توګه کاروو.په هم دې موخه چي د عربو ټولنیز ژوند جوړشي او له دې پس ټوله نړۍ د امن ،سوکالۍ او سولي ژوند تیر کړي نو د اسلام نزول وشو .
خو بد بختانه دا کار هم د انساني ټولنیز ژوند له پاره د مظلومو او محکومو انسانانوپه ګټه نه شو وه او هغه بادارانو به د خپلو قوانینو له مخي د اسلام قوانین هم غوښتل چی په خپله خوښه یې جوړ کړي . اوبلي خوا ته د ټولي نړۍ د لوړي طبقې به دانظر وو چي مذهب د خپلو ذاتي ګټو له پاره په کار راولي . نو ددې له پاره به دوی هغه مذهبي علما او پوهان هم د خپلي خوښي له پاره په دربار کي یو ښه بزرګ او لوي د خدای ناظرداره باله او د هغه وخت د باچا په دربار کي به یې کښیناوه اوپه هغه به یې له ځانه فتوې ورکولې او فیصلې به یې په کولې . او هغه مذهبي مشرانو به خلګ د منتقي پوهني او علم له لاري راګرزول او ویل به یې چي عالم خو شیطان وو د خداي نافرماني یې وکړه او اوس به تر آخرته په لعنت وي او دا به یې ویل چي علم کول او په ژوند کي نوی والی راوستل د خداي په کارو کي کار لرل دي چي لو ي او صریح کفر دی .
اوس که پر ې لږ غوندي نظر واچوو نو د نړۍ په تاریخ کي هر وخت مذهبي طبقه د لوړي یعني سر مایه داري ،جاګیرداري او حکمراني طبقې په ګټه کارول سوې ده .او مذهبي خلګو د مذهب د غلط کارولو پر بنیاد په نړۍ کي هر وخت د لوړي طبقې په ګټه کار کړی دی او د نړۍ ساده او بې سیواده انسانان یې لا نور هم د بې علمۍ او ناخبرۍ سره مخ کړي دي چي موږ یې په نړیواله کچه پایله وینو چي ټوله نړۍ د څو زورورو په لاس کي لوبه جوړشوې ده.. او یوازي رجعت پسند (مذهبي ځانخوښی) اوسرمایه دار یاجاګیرداره ترې نه ګټه اخلي . لویه او ښکاره بیلګه یې دا ده چي که په هر هیواد یا ټولنه کي نظر واچوو نوهلته به مذهبي ټولني د سامراج او استعماري قوتونو په ګټه کار ول کیږي او جنګ یا جګړه به هم یوازي او یوازي د لاندي ځپل شوې طبقې په خلاف دوام لري او دا به هم ورسره ضرور وي چي په هغه هیواد یا ټولنه کي به د اقتصاد د لوټلو په خاطر یا هلته د لوړو انساني اقدارو قدرکونکيو ،په ټولنه کي د ښه پراخ او روڼ نظر لرونکيو خلګ وجود لري له منځه یوسي .او دوی به غواړي چي یا هغه هیوادپه اقتصادي توګه کمزوری کړي او یا هغه ستر د نړۍ د امن او ترقي پسند انسانان له منځه یو سي او دوي د خپلي سرمایې په زور باندي اقتصادي او فکري واکمني ورباندي وکړي .
د همدغه هیوادونو څخه د بیلګي په توګه افغانستان ،عراق ، فلسطین او د پاکستان او هندوستان په منځ کي د کشمیر کشاله نه هوارول او نن په پاکستان کي دننه په مالاکنډ او وزیرستان کي چي کوم حالات روان دي . د دې ټولو حالاتو ذمه واره د سیمو او نړۍ مذهبي جنونیان او د دوی نړیوال ملاتړې سرمایه دار او جاګردارانه قوتونه دي .
بلي خواته بیا پوښتنه پیداکیږي چي آیا د نړۍ ستر واکمن هیوادونه کولاي شي چي وه نړۍ ته سوله ورکړي او که نه ؟
د دې ټکو ځواب یوازي یوازي په : نا : کي کیدائیشي ولي چي د نړۍ ستر هیوادونه لکه امریکه او د دې ملګري غواړي چي په نړۍ کي بل هیڅ قام یا هیواد سر نه کړي پورته او نه ترقي وکړي په هم دې وجه خو له دې تیري نیمايي صدۍ راواخلې بیا تر ننه پوري هیڅ یو داسي قام او هیواد نه دئ پیدا شوی چي هغه دي ددې سامراج په خلاف خپل قام راپورته کړي اوخپلواکي ترې واخلي او ځان د نړۍ سیال کړي او خپل هیوا د ته پر مختګ ور په برخه کړي .
په هم دې اړه نن امریکه چیغي او نارې وهي چي په نړۍ کي ترهګري ده ؟ خو دلته امریکه او ورسره نور د نړۍ لوی سانډان غواړي چي پر دې نامه هم لا نور خپل پر مختګ وکړي نور د نړۍ ځپلي هیوادونه د ځان طابیع کړي او د هر وخت له پاره هیوادونه ، د ځان غلامان کړي په دې خاطر چي که چیري نړۍ امن و مومي نو کیدايسي له دوی څخه د دې کړي ظلم کساتون هم واخلي نو ځکه د خپلي باچاهۍ د ساتلو له پاره په یو اوبل رنګه کي خپله دغه نړیواله بې پایانه حکمراني پر نورو هیوادونو وکړي او ورسره د دوي مخالف زورور هیوادونه هم په ګواښ کي راشکیل کړي او د دغو کمزورو غلام هیوادونو په وسیله د هغه نورو مخالف زورورو هیوادونو مقابله وکړي .
دلته دا ثابته شوه چي امریکه اوددې ملګري نه غواړي چي ترهګري ختمه کړي . ولي که امریکه او ددې ملګري په حقیقت غواړي چي نړۍ د سولي جوګه شي نو دوي د څه له پاره په نورو هیوادونو کي خپل فوځونه اړولي دي ؟ او د څه له پاره په هغو هیوادونو کي جمهوري او اساسي قانون په صحیح توګه نه واکمن کوي او د خلګو د غوښتنو ولي قدر نه کوي ؟ . نودلته بیا دا پوښتنه پیدا کیږي چي آیا په نړۍ کي د ترهګرۍ بنسټ ایښودونکي خلګ څوک دي ؟ بیا به یې حتماً ځواب دا وي چي د ترهګری په راوستو کي هم د امریکا او دهغې د نوآبادیاتي هیوادونو ملګرو لاس وی او دی ، چي دهم هغه مذهبي جنونیت له لاري یې ټوله نړۍ په جنجال او کرکه ککړه کړې ده.
او دا بیا بیله خبره ده چي نن د دوی له لاسه دغه لرګی د نورو مخالف سامراجي قوتونو لاس ته هم ورغلی دی چی هغه یې د دوی په خلاف د کارولو کوشش کوي اوله دې سره نن امریکې وه خپل ساک ته هم خطره احساس کړې ده او ورسره دا هم ویره ده چي که امریکې لاس ور پریښوول نو کیدايسي وه نیمو نوآبادیاتي هیوادونو ته هم زیات زیان ورسي او نړیواله جګړه یو بل مخ باندي واوړي …………….
خو بیر ته به ووایو چي په دې نن نړۍ کي تر ټولو او هر څه له مخي د سولي او امن اړینه ده ولي چي د سايئنس د پر مختګ سره سره هر وګړۍ غواړي چي اوس د دې شوې پر مختګ له مخي نور ژوند په امن ،سوله او کراري تیر کړي .ولي چي انسان که هر څومره پر مختګ وکړي نو له هغه پس ورته د سولیز ژوند زیاته او سخته اړین و ي . او غواړي چي نور نو د ژوند د پر مختګ نه خوند هم واخلي . په هم دې موخه موږ باید نور نو یو ځل بیا وه نړیوالولنډهرو ته په ډاګه کړو چي زیاته نړۍ ته د سولي ضرورت دی او هر هیواد حق لري چي د خپلي پرمختیا او سولیز ژوند له پاره د نړیوال انساني حقوقو قوانینو له مخي مبارزه وکړي او نور نو په دې نوې نړۍ کي د یو آزاد او خپلواک هیواد په حیث خپل د آزادۍ وزر و رپه وي او ځان ته ځانګړۍ خپل ملي او جمهوري چاپیریا ل وه لري .او دغه غوښتنه هم له نړیوال حکمران هیوادونو څخه کولاي شوچي باید هم د ځان بقا ته وګوري او هم د نورو. اوټول ځپلي انسانان بایدد سولي د راوستلو په موخه خپل مذهبي ، د رنګ نسل او قامي امتیاز له منځه یوسي او صرف د انساني ژوند د بقا په خاطر وه هر قام ،مذهب ،ټولنه،نسل او رنګ ته په یوه قدر و ګوري او ورسره ټول دخوشاله او پر مختیایي ژوند له پاره سره یو مټی شي او د تل له پاره و دې سامراجي قوتونو ته ماتې ورکړي .او ټول مظلو م ومحکوم هیوادونه وخپل ملي او جمهوري ارزښتونو ته ایدامه ورکړي او یو نړیوال ګډ سولیز ژوند ولري او تیر کړي .