کور / تازه خبرونه / د عقرب په شپاړسمه به د دوهم ځلې ټاکنې ترسره شي.

د عقرب په شپاړسمه به د دوهم ځلې ټاکنې ترسره شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون وروستۍ پایلې په خپله یوه خبري کنفرانس ته اعلان کړی چې د عقرب په شپاړسمه به د دوهم ځل لپاره دده او د عبد الله عبدالله ترمنځ ټاکنې وشي.
ولسمشر کرزي د ارګ په ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل هر لار یې چې سنجوله ولې بیا هم د راتلونکي حکومت مشروعیت نه ترلاسه کېده هغه وویل په خورا بې دریغه شکل د زمري د میاشتې ټاکنې بدنامه شوی وې.
د ولسمشر کرزي ترڅنګ چې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر سناتور جان کیري هم ولاړ وو، دواړو د ایتلافي حکومت د جوړښت خبرې ردې کړې، ولسمشر وویل دی ولسواکۍ ته درنښت لري او له خلکو هیله کوي چې دده او د عبد الله عبد الله ترمنځ یو د ولسمشر په توګه د بیا ځلې ټاکنو په مهال خوښ کړي.
هغه وویل دا ځل دی تر لسو ملیونو زیات خلک رایې ورکونې ته راووځي، ولسمشر وویل چې امنیت به په کلکه ونیسي.
جان کیري بیا د نړیوالې ټولنې په استازۍ ډاډ ورکړ چې نړیواله ټولنه سل په سلو کې ژمنه ده ترڅو ټاکنو ته امنیت ونیسي او خپلې مرستې ورسره وکړي.
بل پلو د ټاکنو کمیسیون ۴۹،۶۷ په سلو کې رایې د ولسمشر کرزي ګڼلې وې ، د دغه کمیسیون د اعلان له مخې ډېره لږ شمېره د پنځوس جمعه یو سلنه پوره کولو ته پاتې وه.