اسوشیټیډ پریس د کابل څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی د افغانستان انتخاباتی کمیسیون رسمأ اعلان وکړ چی دوهم ځلي ولسمشریزه انتخابات به اتلس ورځي وروسته ( یعنی د نومبر پر اوومه ) کیږی . دا تصمیم وروسته د هغه درې هفته ییز جنجال او چنو وهلو او اعتراضونه څخه اعلان سو چی په نتیجه کی یې د تقلب له امله د حامد کرزي د رایو سلنه تر ۴۸ را ټیټه او ثابته سوه . خبر زیاتوی چی که په ټاکلې نېټه د هوا د خرابۍ یا بلي کومی ستونزی له امله انتخابات و نه سی نو یوه مؤقتی اداره به چاري مخته بیایی . خو څیړونکي وایی چی دا هرڅه د جان کیری ، خلیلزاد او د فرانسې د خارجه وزیر او ملګرو ملتونو د فشارونو او ټینګارونو نتیجه ده چی دوهم ځلي انتخابات کیږی .