کور / تازه خبرونه / د اسلام اباد په پوهنتون کي پرله پسې چاودني وشوې

د اسلام اباد په پوهنتون کي پرله پسې چاودني وشوې

د لومړنيو خبرونو له مخي د اسلام اباد په پوهنتون کي پرله پسې ۳ چاودني وسوې چي له امله يې تر ۱۷۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ، په وژل سوو کسانو کي پخپله بريد کوونکي هم شامل دی ، که څه هم د پېښي مسوليت تر اوسه پوري کومي ډلي نه دی منلی خو پاکستانی دولت طالبان په دې کار تورنوي . ننني بريدونه چي د اسلام اباد د اسلامي پوهنتون نژدې دوه سوه کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله په داسي حال کي ترسره کېږي  چي ها خا په وزيرستان کي د پنجاب پوځ په لسګونو زره سرتيري د طالبانو له منځه وړلو په نيت په جګړه بوخت دي .