کور / تازه خبرونه / حامدکرزي د دوهم ځل ټاکنو هرکلی وکړ

حامدکرزي د دوهم ځل ټاکنو هرکلی وکړ

 


ولسمشر حامد کرزي نن د يوه کنفرانس په ترڅ کي د انتخاباتو د خپلواک کميسون لخوا د دوهم ځل ټاکنو د اعلان هرکلی وکړ ، نوموړي هغه ټولي ګنګوسې رد کړې چي ګواکي له ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې د ايتلافي حکومت پر جوړېدو خبري کړي دي .  ولسمشر کرزي ته نژدې کسانو نن سهار داسي خبرونه خپاره کړه چي ګواکي دوهم ځل ټاکنو ته اړتيا نه پيدا کېږي ، حامد کرزی به ولسمشر اعلان سي او عبدالله عبدالله به په کابينه کي دنده ومني ، خو د څو ساعتونو په تېرېدو پخپله کرزي دا هر څه رد کړه او ولس ته يې بلنه ورکړه چي يو ځل بيا د رايو مرکزونو ته ولاړ سي او رايه ورکړي .