دبغلان په ولايت كى ديو ښوونځى ودانۍ پرانيستل شوه
دبغلان ولایت: نن دتلى دمياشتي په۲۸ نيټه، دبغلان ولايت د دوشى ولسوالى د كلان ګذر دانجونو دليسى ودانى دنوموړی ولايت دپوهنى رئيس محمد مومن همكار لخوا په داسى حال كى چى دسيمى قومی مشرانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود دپتى په پريكولو سره پرانيستل شوه.
دنوموړى ښوونځى تعمير په پاخه او اساسی ډول په دوو پوړنوکی د روشن مخابراتى شركت په مالي لګښت د درى سوه ۱۳ زره امريكايي دالرو په مجموعی لګښت د يو كال په موده كى جوړه شوى، چى ۱۶ درسى خونى داحاطى ديوار، د ادارى موبل او فرنيچر او نور ضروري ملحقات لری.
د يادونی وړده چی په نوموړى ليسه كى ۶۷۲ تنه انجونى زده كوونكى د۲۹ تنو استادانو لخوا زده کړه وركول كيږى چى دنوموړى ودانى له جوړيدو مخكى يى په آزاده فضا كى په زده كړه بوخت وه.
پاتى دى نه وى چى د دوشى په ولسوالى ۳۷ ښوونځى شتون لرى چى ددى جملى نه ۱۲ بابه ښوونځى ودانى لرى او د ۸ ښوونځيو تعميرونه دجوړه ولو لاندى دى.