دلغمان ولایت: نن دتلى دمياشتي په۲۸ نيټه، دلغمان ولايت دقرغه يى ولسوالى دمندراوړ دانجونو دليسى الحاقيه ودانى دنوموړی ولايت دوالى لطف الله مشعل او دپوهنى رئيس اسدالله رويا لخوا په داسى حال كى چى د دولتى ادارو يو شمير رئيسانو، دسيمى قومی مشرانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود دپټى په پريكو لو سره پرانيستل شوه.
دنوموړى ښوونځى تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی د جاپان هيواد دخلكو په مالي لګښت ۸۸ زره امريكايي ډالرو په مجموعی لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړه شوى، چى ۸ درسی خونی، ۴ ادارى خونى، داحاطى ديوار او نور ضروري ملحقات لری.
د يادونی وړده چی په نوموړى ليسه كى ۷۴۵ تنه انجونى زده كوونكى د ۲۰ تنو استادانو لخوا زده کړه وركول كيږى.