کور / تازه خبرونه / د کابل ورځپاڼو نننيو ګڼو ته لنډه کتنه

د کابل ورځپاڼو نننيو ګڼو ته لنډه کتنه

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون د راپور بشپړيدو ته په اشارې هغو توطعو ته هم كتنه كړې، چې د افغانستان د انتخاباتو د بدنامولو لپاره روان وو او ليكلي، چې بهرنيان پدې بريالي شول، چې د افغانستان انتخابات هغسې وښۍ، چې دوى غوښتل.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د سپينې ماڼۍ د يو چارواكي په حواله ليكلي، چې د افغانستان راتلونكې دولت بايد له امريكا سره همكاري وكړي.

په ورځپاڼه كې په وزيرستان كې د پاكستاني ځواكونو د روانو عملياتو ته هم كتنه كړې او پدې ترڅ كې د كرسچن ساينس مانيټور ورځپاڼې په حواله ليكل شوي، چې پاكستاني ځواكونه افغان طالبان نه په نښه كوي او دا كار د افغانستان له امنيت سره مرسته نه كوي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې طالبان له خليجې هيوادونو چندي ټولوي او دوى تير كال په پاكستان، ايران، سعودي عربستان، دوبۍ او نورو خليجي هيوادونو كې يو سل او شپږ ميليونه ډالره چنده ټوله كړې وه.

هيواد:

دې دولتي پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو له خپلواك كمسيون نه غوښتي دي، چې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو د اعلانولو په مهال دې د مسالې ټول اړخونه په پام كې وساتي او د خلكو رايو ته په درناوي سره وروستي نتايج اعلان كړي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې بيا د افغان كابينې د پورنۍ غونډې دا سپارښتنه هم راخستې، چې د انتخاباتو خپلواك كمسيون بايد د خلكو د رايو درناوې وكړي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې دا پوښتنه كړې، چې درغلۍ چا كړي افغانانو او كه بهرنيانو، ځكه د ورځپاڼې په وينا بهرنيان نه غواړي، چې افغانان ځواكمن او مقتدر مشر ولري.

ورځپاڼې په يو بل ځاې كې ليكلي، چې راتلونكې حكومت بايد د افغانانو د هيلو او غوښتنو د پوره كولو وړتيا ولري.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې په افغانستان كې د ائيتلافي حكومت د جوړولو او دويم پړاو ته د انتخاباتو د تلو په اړه پورته شوې اوازې څيړلې او ليكلي، چې نه ائيتلافي حكومت او نه هم دويم پړاو ته د انتخاباتو وړل د ولس په مصلحت دې.

ورځپاڼې په دوام كې دا سپارښتنه كړې، چې د شويو انتخاباتو نتايج بايد ومنلې شي او روان بحران ته د پاى ټكې كيښودلې شي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د برتانوي ځواكونو د قومندان دا خبردارې راخستې، چې افغانان ددوى په ماموريت خپل باور له لاسه وركړې او د لويديځ مشران بايد د خلكو د باور د ساتلو لپاره لا زياتې هڅې وكړي.

په ورځپاڼه كې دا هم ليكل شوي، چې په افغانستان او پاكستان كې د توغنديو د حملو سره سره يو زيات شمير لويديځوال له القاعده او طالبانو سره يوځاى كيږي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او د سيمې د روانو حالاتو په اړه بيلا بيل مطالب خپاره كړي او څيړلې دي.

انيس پخپله سرمقاله كې بيا هم د انتخاباتو په بهير كې د بهرنيو د لاس وهنې مساله راخستې او هغه يى زيان اړوونكې بللې ده.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې دا غوښتنه كړې، چې نړيوال دې د انتخاباتو د نتايجو په اعلان كې خپل شرطونه نه ځايوي او پريږدي، چې افغانان دې د ديموكراسۍ له اصولو سره سم خپل راتلونكې وټاكي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په وزيرستان كې د پاكستاني ځواكونو روان عمليات څيړلې او ليكلي، چې په دغو عملياتو كې د عامه خلكو ژوند ته بايد جدي پاملرنه وشي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د پاكستان حكومت بايد په دغو عملياتو كې بى ځايه شويو خلكو ته لازمي امكانات هم برابر كړي.

ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د سولې اړتيا انځور كړې او په كې دا ښودل شوې، چې د افغانستان سوله د نړۍ د سولې لپاره ډيره مهمه ده.