د خيبر نيوز په حواله نن پوليسود پېښور په بهانه ماړي نومي سيمه کښي د نجونو يوې دولتي ښوونځۍ ته نژدې د دوو ځای پر ځای سوي بمونو د خنثی کولو خبر ورکړ .
د عامو خلګو له لوري د بمونو تر کشف وروسته پوليس او د بم د خنثی کولو ګروپ ژر تر ژره ځان سيمي ته رسولئ څو درامنځته کېدونکي پيښي مخه ونيسي .د پوليسو په وينا پدغو بمونو کښي چي په لاسي ډول جوړ سوي وه ۱۴کيلو ګرامه بېلابېل چاودېدونکي مواد او ګلولې ځای پر ځای سوي وه .
بل خوا ته د پښتونخوا د ايالتي اسمبلۍ د مسلم ليګ (ق) غړي اورک زي د حکومت څخه د روانو تاوتريخوالو او ناامنيو له امله د ټولوايالتي ښوونځيو د موقتي رخصتولو وړانديز کړئ دئ .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه