کور / تازه خبرونه / کرزي د نړيوالو د فشار له امله دوهم ځل ټاکني مني

کرزي د نړيوالو د فشار له امله دوهم ځل ټاکني مني

د انتخاباتو خپلواک کميسون نن په رسمي ډول ومنل چي د انتخاباتو د شکاياتو په اړه  وروستۍ پايلي ورته رسيدلي دي . نوموړي کميسون تر دې مهاله ( د افغانستان وخت ۱۰ بجې ) دا نه دي ويلي چي ايا دوهم ځل ټاکني به ترسره سي کنه ، بله خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون له ولسمشر حامد کرزي سره ټيلفوني خبري کړي دي او وايي چي حامدکرزي ډاډ ورکړی دی چي د انتخاباتو د کميسون د پريکړي درناوی به کوي ، د نړيوال فشار په سلسله کي د امريکې د بهرنيو چارو وزيري هليري کلنټن هم تېره شپه اعلان وکړ چي ولسمشر کرزی به سهار د دوهم ځل ټاکنو په اړه خپل دريځ اعلان کړي .

کارپوهان په دې باور دي چي نړيوال له مخکي دېته چمتو وو چي ټاکني به دوهم ځل بيا ترسره کيږي ، د چارو د څېړونکو په وينا نړيوالو له دې کار څخه په لومړي پړاو کي شاوخوا څلويښتو کانديدانو ته جمهوري رياست ته د کانديداتورۍ چانس ورکړ او نړۍ ته يې وښودل چي ګواکي افغانستان د دموکراسۍ پر لور د حرکت په حال کي دی او له بلي خوا مخکښو کانديدانو حامد کرزي او عبدالله عبدالله درغلۍ افغانانو او نړۍ ته بربنډي کړې .

د باوري منابعو د معلوماتو له مخي نن حامد کرزی د يوې رسمي وينا په ترڅ کي د انتخاباتو کميسون د پريکړي څخه ملاتړ اعلانوي او تر سبا سهار ۲۱  اکتوبر پوري د انتخاباتو کميسون د دوهم ځل ټاکنو اعلان کوي .

ملګرو ملتونو نن اعلان وکړ چي دوی په افغانستان کيٍ ددوهم ځل ټاکنو لپاره پوره تياری لري او د تخنيکي پلوه به په دوه اوونيو کي ټاکني شوني کړي .