کور / تازه خبرونه / سپين بولدک : په زرګونو خلکو سوله ايزلاريون وکړ

سپين بولدک : په زرګونو خلکو سوله ايزلاريون وکړ

په سپين بولدک ولسوالي کي په زرګونو خلکو سوله ايزلاريون وکړ.

د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالي زرګونو خلکو د يکشنبه په ورځ د انتخاباتو د نتايچو د اعلان او په ضمن کي د اول پړاو د انتخاباتو څخه د ملاتړ په موخه سوله ايز لاريون تر سره کړ.
لايون کونکو د افغانستان د انتخاباتو د مستقل کميسون او د انتخاباتو د شکاياتو د کميسون څخه په کلکه وغوښته چي د خلکو رايو ته دي احترام وکړي او انتخاباتو نتايج دي د افغانستان د خلکو په وړاندي اعلان کړي .
لاريون کونکو پهرني هيوادونه يي پدي تورن کړل چي د افغانستان په انتخاپاتي پهير کي پي ځايه مداخله کوي او د افغانانو عامه افکار يي مغشوش کړي دي .
لايون کونکو ګواښ وکړ که چيري د لومړي پړاو ټاکنو ته اعتبار ورنکړل شي دوي به پراخ مظاهرات وکړي چي په ترڅ کي به يي د کندهار -بولدک سرحدي لاره د ترافيکو پرمخ وتړي ، د مظاهره کونکو په وينا دوي په هيڅ ډول ندي حاضر چي د دويم پړاو په انتخاباتو کي ګډون وکړي .