په بيلابيلو عملياتو کي ٧ تنه وسله وال وژل شوي او لسګونه ټنه مخدره توکي له منځه تللي.
==
په کندهار کي د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال شيرمحمد ځاځي د.د لر او بر سره په يوه ځانګړي مرکه کي د نوموړي قول اردو د امنيتي او محاربه وي فعاليتونو په اړه دتيره اوني په جريان کي وويل : افغان کوماندو او ايتلاف ځواکونو د تيري اوني د پيل شوو عملياتو په جريان کي چي د هلمند ولايت دکجکي ولسوالي په مربوطاتو کي تر سره شول ١٨٠٠ کيلو ګرامه تارياک ،١٣ ټنه کمياوي مواد چي د هيروينو او نورو مخدره توکو په جوړيدو کي تري استفاده کيږي ،٩٠ ټنه د کوکنارو تخم او د مخدره توکو يو لابراتوار کشف او له منځه وړي دي.
د جنرال شير محمد ځاځي په وينا د هلمند ولايت د نهر سراج ولسوالي په عملياتو کي پنځه وسله وال وژل شوي او يو بل ټپي شوي او د کندهار ولايت د ارغنداپ ولسوالي د خراسان په کلي کي د عملياتو په لړ کي دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور نيول شوي دي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه