د ننګرهار پوهنتون محصيلينو نن د دوشنبې په سهار د هغه عمل په غبرګون کې چې ايتلافي ځواکونو په ميدان وردکو ولايت کې تېره ورځ دمسلمانانو سپيڅلي کتاب لارښو د قرانکريم ته اور اچولئ او سوځولئ پراخ لاريون وکړ.
لاريون د سهار لس باندې اته بجو باندي پيل شو چې په کې دهمدې پوهنتون د لسګونو پوهنځيو سلګونو محصيلينو په کې ګډون درلودئ .
تېره ورځ په ميدان وردکوولايت کې هم دقران کريم دسوځولوپه غبرګون کې دسېمې زده کوونکو او اوسېدونکو لاريون ترسره کړ.