کور / ترخې خبري / بابكرخيل عطا ښايي تر دې وروسته محمدزی شي

بابكرخيل عطا ښايي تر دې وروسته محمدزی شي

د بلخ والي عطامحمد نور ۸-۷ كاله ښي د اقتدار او واكمنۍ مزي چاڼ كړي ، نوموړي ۸-۷ كاله پرله پسي د بلخ ولايت بي تاجه بادشاه وو ، تور يي سپينول او سپين يي تورول ، دي  چي په خټه تاجك او د مزار ښار د يوه مشهور جوزګر زوي وو ځان يي جمهور ريس حامد كرزي ته بابكرخيل معرفي كړي وو او ويل به يي چي په خټه پښتون بابكرخيل دي خو ژبه يي د چاپيريال له مخي دري شوي ده ، په هر ځل به يي چي كال ته تشريف راووړ دربار ته  به يي د ۱۲۰۰۰۰ ډالرو په قيمت د سرو زرو ډالۍ له ځانه سره راوړي چي د همدغو ډاليو له بركته د دربار له لوري ورته د بلخ ولايت د واكمنۍ تر څنګ په داسي حال كي چي د نهم ټولګي متعلم وو پر ستر جنرالۍ او مډالونو و نازول شوو ، نوموړي به دا ډالۍ هغه مهال كابل ته راوړي چي په بلخ ولايت كي به يي څو تنه پښتون توكمه قومي مشران او جهادي قوماندانان د خپلو او باشانو په وسيله ووژل او بيا به يي اعلان كړه ، پلانۍ قومي مشر او يا جهادي قوماندان د طالب اورپكو لخوا ووژل شو او د پيښي له ځايه روغ رمټ په تيښته بريالي شول ، حال دا چي قاتلان به يي د همده تر څنګ ناست وو .

ولي د تير زمري د مياشتي د ۲۹ په ټول ټاكنو كي بابكرخيل عطا هغه مهال و ښوييده ، چي كرزي د ده پر ځاي مارشال فهيم خپل لمړي مرستيال و نوماوه ، عطا په  همدي وخت كي له كوم سوچ او فكر پرته خپل اصل ته و ر وګرځيده او د كرزي د مخالف لوري ، ډاكټر عبدالله نيمچه تاجك تر څنګ ودريده او د كرزي مخالفت ته يي خپل ځاي ، وخت او ټوله شتمني وقف كړه ، په هره عامه او خاصه غونډه كي به يي په واز كومي ويل : …………….. چپيش ميكنيم” دا دري څلور مياشتي عطا له مركزي حكومت نه باغي وو آن تر دي چي د كورنيو چارو پر وزير يي هم تورونه ولګول ، د كمكي اختر لمونځ د روضي جومات پر ځاي په خپل پخواني مركز (مارمل) كي ادا كړ چي په دي وسيله حكومت ته وښايي چي كه د ټاكنو د پايلو تر اعلان وروسته دولت زما بي تاجه پادشاهي ته ګوتي وروړي زه به له خپلو آوباشانو سره د حكومت پر خلاف وسلي ته لاس كړم او دهغه پر وينا به ، شمالي ولاياتو كي ويني و بهيږي ، ددي تر څنګ به يي دا تبليغات هم كول ، چي ګوندي د نوموړي مخالفين په بلخ ولايت كي وسلي توزيع كوي او د جكړي تيارۍ نيسي ، حال دا چي ټول هيواد وال په دي پوهيږي چي په شمالي ولاياتو كي دغه چاري ښاغلي عطا او انډيوالان يي د روسي په ملاتړ تر سره كوي .

اوس چي په خير سره د ټاكنو د شكايتونو وروستۍ راپور د ټاكنو خپواك كميسيون ته سپارل شوي او ژر ده چي ښاغلي كرزي د ټلوالي له غوغا سره سره بريالۍ اعلان شي ګمان كيږي چي ښاغلي عطا به دا ځل هم نه بابكرخيل او تاجك وي ، بلكه دا ځل به ځان دربار ته د سپيناوي لپاره محمد زي معرفي كړي او له يو څو ورځي ټيټاك وروسته به بيا ومنل شي

فعتبرو يا اولي الابصار