په افغانستان کې د ديرشو وروستيو کلونو نېغو بهرنيو لاسوهنو د افغانستان حالات دومره کړکېچن او قطبي کړي چې اختلافونو او تضادونو په کې لکه د مقناطيس په شان تلپاتې او نه حلېدونکې فلسفي بڼه غوره کړې او په هيواد کې د بهرنيو ستراتيژيکي اختلافونو په لړ کې رامنځته شوې پخوانۍ جهادي او سياسي ډلې او ګوندونه لکه مقناطيس يو قطب د بل قطب د شتون علل او معلول دي.
افغانستان د لانجو حل يو فلسفي او سياسي ليد او کتنې ته اړتيا لري او دغه لانجې يواځې له لنډمهالي سياسي او پوځي ليده حلېداى نه شي.
په افغانستان کې د واک ښکېلاکي سياستونو چې د عادت له مخې تل د ستونزې لنډمهاله حل وي، دغه پېچلي او قطبي شوي حالات رامنځته کړي، که چېرې بيا هم نوموړو سياستونو ته ادامه ورکول کيږي، نو دا به د لانجو او ستونزو د لا پېچلي کولو په مانا وي، نه د حل.
لکه څنګه چې څرګنده ده فلسفي تضادونه ريښو ا وسټې ته ګرځي او د خپل شتون له پاره ژورې ريښې او سټې لري، نو د دا رنګه تضادونو د بدلون له پاره په کار ده چې موضوع بدله شي او په پخوانيو فلسفو خاورې واړول شي.
پر همدې بنسټ ويلى شو چې د افغانستان د جوړولو او په افغانستان کې د لانجو د حل له پاره په کار دي چې
پخوانۍ سياسي فلسفې ته پاى ورکړ شي او د سياست او فلسفې موضوع نوې شي.
د افغانستان خلک دموکراتيک ګوند، اخوانيزم، جهاديزم، طالبيزم او مقاومتيزم نور خپل روح بايلودې او عمر يې نوي پيل ته سپارلى دى.
د افغان ولس اوس دا غواړي چې د افغانستان د بيارغونې، جوړونې، پرمختګ د سيستم رامنځته کولو او ملت جوړولو له پاره فکرونه سره شريک او لاسونه سره ورکړ شي او په راتلونکې فکر وشي، نه په تېرو تربګنيو او پرو جنبو.
نور په دې ملت کې اهل نفاق او تفرق ته ځاى نشته او د ا مهمه نه ده چې هغوى په ځانونو څه نومونه ږدي او يا ځانونه په کومو مقدسو رنګونو رنګوي. اوس وخت د جګړې، تاوتريخوالي، دروغو او باټو تللى او د حساب ورکولو وخت دى او هر چا سره د وړتيا پر بنسټ چلن کيږي. اوس څوک پر چا پر دې نه غولېږي چې ځان کوم رنګ رنګوي؟ په سپين، سور او شين رنګونو د ځان رنګولو خپل اهميت له لاسه ورکړى او وخت د دې دى چې څوک د کار سړى دى او بايد څه کار ورته وسپارل شي.
نور نه څوک هيواد ته د پرديو له راتګ سره مخالفت لري او نه نور د مجاهدينو جوړولو ته کومه اړتيا شته، اوس د هيواد اړتيا پوهانو، مسلکيانو، ښوونکو، استادانو، ډاکترانو او انجنيرانو ته ده.
د تاريخ په دا پړاو کې د ملت جوړولو فورموله د دولت له خوا د وګړو د حقونو ورکړه او د وړتيا او مسلکي پوهې پر بنسټ په ټولنه او دولت کې د وګړو راجستر کېدل دي.
د دولت جوړېدلو او ملي مشارکت اساس هم مسلکي او کاري وړتيا ده، نه په تېر پېر او سياست کې د يو چا سياسي اغېز او د جرمونو او بدماشيو سابقه.
قانونيت، عدالت، خونديتوب، رڼوالى او حساب د افغانستان د راتلونکي ژوندانه اساسات جوړوي او په دولت کې جنګسالارانو ته برخه ورکول په رڼو اوبو کې به د وينې د ويالې خوشې کولو، د رڼوالي د له منځه وړلو او خړپړتيا د رامنځته کولو په مانا وي او دا بيا د هر خيانت او بدمرغۍ پيلامه او زمينه ده.
د افغانستان په راتلونکي سياست کې زړو سياستوالو ته او هغه هم د زړو دوکتورينو له يوځاى والي سره برخه ورکول په حقيقت کې پر ټولنه د زړو دوکتورينو واکمنول دي او دا هغه څه دي چې د راتلونکې په اړه د افغانستان مخه نيسي او په ټپه د وخت درولو په مانا دي.
اهل نفاق(تش په نامه جهاديان، کمونستان، ستميان، شورا نظاريان، مقاومتيان او طالبان) نور د تاريخ يوه برخه ګرځېدلي او تاريخ ته سپارل شوي دي، د دوى بېرته ژوندي کول او واک ورکول د نفاق او جګړې د پېر د تکرارولو په مانا دي.
بن د کنفرانس لويه تېروتنه هم دا وه چې اهل نفاق او جنګي جنايتکارانو او د ولس دښمنانو ته يې د بېرته ژوندي کېدو او واک زمينه برابره کړه او که دا کار بيا تکرارېږي نه يوازې دا چې لويه تېروتنه به وي بلکې له افغان ولس سره به يو تاريخي خيانت هم وي.
په خواشينۍ سره نړيواله ټولنه بار بار دغه کار ته ولې مخه کوي، که له دغو کاغذي زمريانو ويرېږي بايد پوه شي چې د دوى پوستکى له کاغذه دى، په بڼه دې نه تېروځي او دغه نفاقيان نور په ټولنه کې منزوي شوي دي او هيڅ ولسي ملاتړ نه لري. دوى نه وسله پورته کولى شي او نه دا جرئت لري، که پورته يې هم کړي نو پر ضد به يې د دې هيواد هر کس او ونه بوټى راپورته او لاس تړلي پښه تړلي به يې قانون ته وسپاري.
دا کاغذي زمريان په پښو دربولو سره غواړي چې نړيواله ټولنه ووېروي او امتياز ترې واخلي. نړيواله ټولنه بايد وپوهېږي چې په افغانستان کې هيڅ يو قوم له قحط رجال سره مخ نه دى چې ډاکتر، انجنير او نور وړ او مسلکي اشخاص ونه لري او ونډه يې اهل مرګ او اهل نفاق ته ورکړ شي.
نړۍ بايد وګوري چې د بن په غونډه کې پر اهل نفاق لورېنې څه پايله درلوده؟ له تاوتريخوالي زياتېدو، مافياګرۍ، نفاق او نشه يي توکو پرته بل کومه لاسته راوړنه يې درلوده دا به ډېر د خواشينۍ ځاى وي چې نوموړې سناريو بيا تکرار شي او پر کرزي او افغان دولت زور راوړل شي چې بيا اهل نفاق ته په حکومت او دولت کې ځاى ورکړ شي او يا ايتلافي دولت ورسره جوړ شي.
د دغه کار له پاره هيڅ دليل نشته او نه په دې اړه د چا مجبوريت په ګوته کېداى شي.
نړيواله تولنه بايد يو څه په وازو غوږو واوري چې دوى به هيڅکله خپلې ګټې د مافيايي او استخباراتي لارو چارو ترلاسه نه کړاى شي، د دوى ګټې د افغان ولس له ګټو سره تړلي دي او د دوى ګټې هغه وخت ترلاسه کېداى شي چې د افغان ولس په خوښه او افغان ولس له پاره کار وشي.
د افغانستان دوسيه اهل نفاق او تېر وخت ته سپارل او د پرديو اجنټانو، ملي خاينانو او ملي جنايتکارانو ته په دولت کې برخه ورکول نه د ملي مشارکت او نه د ملت جوړونې مانا لري او که دا کار وشي، نو دا د افغان ولس د مصلحت له پاره نه دي بلکې افغان ولس به يې داسې وانګېري چې دا د نړيوالې ټولنې او ناټو هيوادونو د ترهګرۍ ضد جګړې پورته نورې شومې موخې دي چې په دې وسيله يې ترلاسه کوي او دا به افغان ولس يو ځل بيا اړ کړي چې له دوى نه د خلاصي او د هيواد د دفاع په موخه ځانونه د طالبانو او اسلامي ګوند غېږې ته وسپاري او په دې سره به په هيواد کې د نړيوالې ټولنې او ناټو پر ضد جګړه نوره هم توده شي.
په ټاکنو کې غيرلازمه بهرنۍ لاسوهنه او ورسره د افغانستان حالات هماغه زړې او تېرې فلسفې ته سپارل افغان کارپوهان هېښ کړي او داسې انګېرل کيږي چې امريکا او لويديځ لکه يو ځل بيا له روسيې سره د پنجې نرمولو او له افغانستان څخه د تېښتې هوډ لري.
د امريکې ستراتيژستان په دې اند دي که امريکا له افغانستان څخه وځي نو پخوانۍ سناريو بېرته تکرارېداى شي، يانې طالبان او مذهبي بنسټګر به واک ته رادانګي او روسيه او ايران به له خپلو سرونو څخه د دغه ګواښ د بچولو او کمولو له پاره اړ وي چې د شمال ائتلاف بېرته ژوندى او رامنځته کړي او د طالبانو د منخنيوي له پاره په وسلو او پيسو تجهيز او له دوى سره يې وجنګوي او امريکا به يې ننداره کوي.
په واک کې پخوانيو جنګسالارانو ته پر ونډې ورکولو د ناټو او لويديځ ګډ ټينګار د همدغه پلان پيلامه ده او په دې سره ناټو او لويديځ غواړي چې د طالبانو له راتګ او د ايران او روسيې له ملاتړ مخکې د شمال ټلوالې اساسات کېږدي او له افغانستان څخه د خپلې تېښتې ترشا د جنګ ماشين ژوندى وساتي.
که کرزى له شمال ټلوالې سره ايتلاف ته زړه ښه کړي، نو لکه ډاکتر نجيب د دغه ايتلاف لومړنى قرباني به په خپله وي.
کرزي ته او افغان ولس ته دا په ګټه دي چې له دغه ايتلاف څخه ځانونه لرې وساتي او په دويم پړاو ټاکنو کې برخه واخلي.
په دويم پړاو ټاکنو کې هم د ډاکتر عبدالله برى ناشونى او له امکان څخه لرې دى. ځکه نه افغان ولس ملي جنايتکارانو ته د راى ورکولو هوډ لري او نه هم نړيواله ټولنه او ان د ډاکتر عبدالله بهرني باداران په دې خوښ دي چې نوموړى دې واک ته ورسېږي.
لنډه دا چې ملي جنايتکارانو قطب ته د واک فلسفه لکه د مقناطيس د بل قطب په توګه په خپله د طالب او اسلامي ګوند زېږونکې او د جګړې اوږدونکې ده. دا هغه څه دي چې په سيمه کې د ناټو او امريکې پر ضد د يو پوځي ځواک په رامنځته کېدو پاى ته رسېږي او د لويديځ لاس د تل له پاره له اسيا څخه لنډوي.
په دې صورت کې د افغانستان راتلونکې جګړه طالبان روسيې، چين او ايران ته په امتياز ورکولو ګټي او امتياز به دا وي چې په سيمه کې د طالبانو په ګډون د امريکې او ناټو پر ضد يو ګډ پوځي ځواک له روسيې، چين، ايران، پاکستان او منځنۍ اسيا له هيوادونو څخه جوړ شي.
دا به په نړۍ کې د يوې بلې سړې جګړې پيل وي چې د امريکې او ناټو په ماتې او په له منځه تلو به پاى مومي.