د هغه وخت نه چې د امريكا او متحدينو پښه ېې افغانستان ته را اوږده شوې ، د يوې ورځې نه بلى ته حالات په خرابېدو دي او نژدې دي چې د كنترول نه ووځي ، كه پرون طالبانو او القاعدې پټ په كلو او بانډو كې د دولت په وړاندې جنګېدل خو د ټولټاكنو نه وروسته ېې په كلكه ملا تړلې او د مركزي دولت نه د نه اطاعت كولو سورې نارې وهي او د شرارت او بلوا له پاره زمينه برابروي ، كوشش كوي چې د بادارانو په مرسته ناولې او خطرناكه نقشې پلې كړي ، امريكا او متحدين ېې د ېوې خوا په هېواد كې د بلوا كونكو تر منځ د روغې جوړې جرګې جوړوي او د بلې خوا ګاونډي هېوادونه د روسي او چين په ګډون افغانستان ته د همكارې له پاره رابولي ، په دې هكله د معصر افغانستان تحليلګر ( نېكيتا مېندېكووېچ ) ليكنه كړې چې لوستونكو ته ېې وړاندې كوم .
د سږكال په مني كې د امريكا او ناټو نما ېنده ګانو روسي دولت ته بلنه وركړه چې په افغانستان كې د ستونزو په هوارولو كې فعاله ونډه واخلي ، د امريكا دد فاع وزارت معاون ( الېكساندر وېرشبا و ) لمړې كس وو چې د روسې رسينو سره ېې په مركه كې ووېل (( روسيه كولاې شي چې د افغانستان د اقتصاد پر مخ وړلو كې چې د نړېوالو هېوادونو د ستراتېژي ېو اړخ دې مرسته وكړي ، امريكا او متحدين ېې واې چې ددوې مرستې له ېوې خوا د افغانستان دولت په نړېواله كچه با اېدباره او په پښو ودروې او د بلې خوا په افغانستان كې د خلكو په منځ كې د طالبانو د حركت نفوس راټيټوي .
د الېكساندر وېرشباو نه وروسته دده خبره د بروسل په مېاشتني كنفرانس كې د ناټو مشر ( اندرس فوګ راسموسن ) تكرار كړه او وېوېل ( د روسي دولت كولاې شي د افغانستان په كمپاېن كې د امريكا او ناټو هيوادونو سره فعاله ونډه واخلي ځكه چې افغانستان په ېو داسې جغرافيايي موقيعت كې پروت دې چې د ناتو او روسې دواړو ته بې تفاوته نه دې ) ددې امكانات شته چې د اندرس او الېكساندر په څرګندونو د امريكا د باندنېو چارو مسوله ( هېلر كلېنتن ) او د روسي د باندنېو چارو مسول (سرګې ايوانوف ) به په ۱۲- ۱۴ د اكتوبر په روسيه كې چې رسمي ملاقات سره لري پې خبرې وكړي، د موافقې په صورت كې ، په تخنيكي اړخ به ېې ددې كال په اخر كې د( راسموسن)په رسمي ليدنه كې چې په مسكو كې كېږي خبرې وشي .
له دې نه مخكې هم د روسي دولت د ناټو د وسلوالو ځواكونود موهماتو كارون ته دخپل هيواد د خاورې نه افغانستان ته د وړلو اجازه وركړې وه ، د معلوماتو په اساس د ناټو د نظامي بارونو لېږدل د اكتوبر په مېاشت كې پېل شوي دي او امريكا دخپلو نظامي بارونو د لېږد او رالېږد د شراېطو نه راضي ده ، او دادې مسكو په دوهم قدم كې افغانستان سره د اقتصادي كومكونو په ونډه كې تېا رې ښودلې دې .
د معلوماتو په اساس د امريكا نوې دولتي اداره دې نتيجې ته رسېدلې ده چې د عراق او افغانستان ستونزې په راتلونكو كلونو كې ېوې خواته كړي ، اوس امريكا دې ته تېاره ده چې د منطقې هيوادونه چې په افغانستان تاثير لري د ستونزو په حلولو كې كومك ته را اوبولي ،د سوچ خبره داده چې ورځ په ورځ د امريكا د متحدينو په منځ كې د افغانستان په عملياتو كې د بې باورو شمار زېاتيږي ، ېو څو ورځې مخكې د هالنډ د هيواد پارالمان فېصله وكړه چې وسلوال ځواكونه به ېې په ۲۰۱۰ كال كې د افغانستان په جنګي عملياتو كې ونډه نه اخلي ، او هم په افغانستان كې تل پاتې جنګ جګړه د جرمني هيواد د ټولتاكنود كمپاېن ېوه مهمه موضوع وه، وېل كېږي چې په افغانستان كې ۶۰فيصده جنګي فشار د امريكا په وسلوالو ځواكونو پروت دى او كال په كال زياتيږي او ددې امكان شته چې په نړې كې د امريكا پرستيژ را تيټ كړي او نور به څوك امريكا ته د ستر ځواك په سترګه نه ګوري .
دا چې ېې په عراق كې ېو څه بريا تر لاسه كړې دې دا د دغه هيواد د طبعي زېرمو بركت وو چې عسكري بودجې ته ېې ېوه اندازه پېسې راوړي او د اقتصادي بهران مخه ېې نيولې ده ، خو د افغانستان اقتصاد چې د باندينيو هيوادونو د كومكونو پورې تړلې دې ، كله چې د باندنېو هيوادونو په كومكونو كې كمښت راځي ورسره سم ستونزې زېاتيږي او په هېواد كې د خاريجي اثارو كمي وي او هم په خوراكي موادو كې كمښت راځي اود خلكو د ژوند كچه راټېټېږي او اقتصادي بهران راپېښوي ددې سره دافراطيونو ( تندروانو )حملې زياتيږي ، ددې له پاره چې تروريزم له منځه لاړ شي نه يواځې و سلوال زور په كار دې بلكې كوټلي اقتصاد ته اړتيا ده .
د افغانستان اسلامي جمهوريت اقتصادي سكتور يواځې د هيواد په كورني ضرورتونو لګيږي او ډېره كمه برخه ېې باندېني كومكونه ډكه كوي ، ددې بحران څخه د وتلو يواځنې لاره د هيوا د د طبعي زېرموصادرات دي چې تر اوسه چا لاس نه دې وروړې دا چې په هېواد كى د انجنرانو او مسلكي كدرونو كمښت دې چې نه شي كولاې په راتلونكې نژدي كلونو كې د طبعي زېرمو په رايستلو كې ترې كار واخلي ، ددې زېرمو د رايستلو له پاره يواځې د غربي هيوادو نو كمپنې بسنه نه كوي د ګاونډي هيوادونو په تېره بيا د چين او روسې هېوادونو چې په افغانستان كې د طبعي زېرمو سره دلچسپي لري مرستې ته اړتيا ده .
دا چې چين د خامو موادو د قلت سره مخامخ دي نو په دې سبب غواړي چې د افغانستان په طبعي زېرمو پانګه اچونه وكړي چې ېې خلا ډكه كړي ، او روسيه چې په نړې كې د نفتو او ګاز موړ هيواد دې كولاې شي چې ددې هيواد نفت او ګاز اوروپايي او منځني اسيا هيوادو ته صادر كړې او په راتلونكې كې د روسيه هغه زخېرې چې په ختمېدو دي ځاېې ونېسي .
دادې چين په افغانستان كې د طبعي زېرمو په رايسلو كې اول قدم پورته كړه او دمسو دعېنكو په كان يي سرماېه ګزاري وكړه اومېد دې چې داسې ېو قدم روسي دولت هم پورته كړي ، خو ستونزه په دې كې ده چې د نفتو اوګاز په ساحه كې پانګه اچونه په اوسنېو شراېطو كې په سياسې برخه كې برې او په اقتصادي برخه كې تاوان دى ، دا چې هر څه د صفر نه پېل كيږي ډېر تاوان ته ضرورت دى ، باېد زېربينا جوړ شي : هغه مسلكي كسان چې د روسې او پخواني اتحاد شوروي هېوادونونه راځي ورته معاش او د اوسېدو ځاې وركړل شي، او دا چې په افغانستان كې د طبعي زېرمو ليلام ( بولۍ ) چې د مسمو عېنك په زېرمو كې وښوله ، افغانستان غواړي چې په اجتماعي برخه كې چېرې چې د طبعي زېرمې دې د منطقې پرمخ تګ كې پانګه اچونه وشي چې دا پېسې هم د زېرمو په پانګه اچونه ورزياتيږي ، او له بله پلوه په افغانستان او منطقه كې ثابت سياسي حالات او امنيت نه شته نو د روسانو د پانګوالو له پاره دا ګټه نه لري چې خپله سرماېه پې بنده كړي د هغوې له پاره دا ګټه ده چې د پخواني اتهاد شوروي په هيوادونو كې چېرې چې مسكو پكې جيو پوليتيكې دلچسپي لري سرماېه كذاري وكړي .
روسي تجاران په افغانستان كې په هغه ساحه كې پانګې اچونې ته تېار دي چې روزمره ضرورېتونه وي او په مقابل كې زر پېسې تر لاسه كړي او كه په هيواد كې حالات بدلون مومې و كولاې شي زر د فعاليت لورې تبديل كړي دروسانو سياسي دلېل داسې دې كه چېرې په توليدي او ېا په تجارتي ساحه كې سرماېه اچونه كوي باېد د افغانستان د دولت له خوا ېې ضمانت وشې او امريكا ورته په ځينو ساحو كې سياسي تېرېدنه وكړي ، خو داسې برېښي چې ناتو تر اوسه لا دې ته نه ده تېاره چې روسي دولت دې د افغانستان په اقتصادي پروژو كې ونډه واخلي ، د راسموسېن د څرګندونو نه داسې تعبير كېداې شي چې د ناتو سياست د منځني اسيا په با ره كې خپل پرنسيپونه لري .
او همداسې راسموسېن د روسي دولت او ناتو په منځ كې د همكارېو دوه استقامتونه په ګوته كوي چې يو د هغو څخه په افغانستان كې د وسلوالو قواو مجهزول او د عسكري پرسونل تربيه كول دي چې دا پراېكت ( پلان ) په اوسني وخت كې ډېر ارزښت لري .
او د نړېوالو ځواكونو د نژدې ستراتيژېو كې شامل دى، متاسفانه چې په دې لاره كې هم پوره تفاهم نه شته .
د تعلم و تربيه او د كدرونو د روزولو په برخه كې كابل د روسې دولت دامكاناتو څخه د ګټې اخيستولو منډې ترړې وكړې ، سره له دې بيا هم د ستونزو سره مخامخ شول ، د مسال په ډول د افغانستان دولت د مسكو د كورنېو چارو وزارت سره د مخدره موادو په وړاندې مبارزه كې د مسكوهوائي ډګر ( دامادېدوا ) ته د كدرونو د روزولو تړون لاس ليك كړې وو ، د معلماتو په اساس دكابل دې نظر سره امريكا مخالفت وښود ، د امريكا د مخالفت په اساس په ۲۰۰۸ كال كې دا تړون شاته ولوېده ، او هغه ۱۸ نفري ګروپ چې د مخدره موادو په ريشته كې مسكو ته روان وو د افغانستان د كورنېو چارو وزير ( مقبل ) چې د استاد رباني د سياسي ډلې نژدې كس و راښكته شول . په هغه وخت كې د( ګډو همكارېو هېوادونو د سازمان ) جنرال سكرتر (نېكلاې برديوژا ) په ډاګه ووېل چې افغانستان د (مشر ورور په امر له الوتكې ۱۸ كسان راښكته شول) .
بيا هم معلومه نه شوه چې ولې دا سوې تفاهم پېدا شو، خو ېو څه چې روښانه دي هغه دادي چې امريكاېان نه غواړي چې د افغانيستان په امنتي ارګانونو او د پوليسو په كرښو كې هغه كسان چې په شوروي اتحاد او د شوروي اتحاد په پخواني هيوادونو كې روزل شوې وي خدمت وكړي، سره له دې ټولو ستونزو او پرابلمونو بيا هم د افغانستان مسلكي كدرونو روزولو له پاره د مسكو او واشګتن مرستو ته اړتيا ده چې ېو سازنده او اوږد مېخانيزم ورته ولټوي او د امريكا نماېندګان ېې نظارت وكړي.
او هغه څه چې ساده او روښانه دي هغه د سپكو سلاحو همكاري ده چې د افغانستان وسلوالو ځواكونوله پاره په نني شراېطو كې ضروري ده . مخكې هم په دې باره كې خبرې شوې وې او وېل كېده چې روسي دولت افغانستان ته د اوتوماتيكو سلاحوو د وركولو هو كړې ده ، ځكه چې د امريكا سپكه سلاح د افغانستان په شراېطو كې ښه نتيجه نه ده وركړې او د كارونې په وخت كې د ستونزو سره مخامخ كېږي . داسې وېل كيږي چې په دې نژدې وختو كې د ناتو ځواكونو د روسانو د مي-۸ چورلكې چې همدا اوس په وسلوالو فعاليتونو كې ګډون كوي تر لاسه كړي دي ليكونكې واي چې دداسې سازشونو په منځ كې هيڅ خنډ نه ويني كه چېرې دا اطلاعات سم راوخېژي ددې معنې لري چې امريكا دې ته تن اېښې چې په افغانستان كې نظامي تاكتيك او وسلوا لو فعاليتونو ته بدلون وركړي .
خبره په دې كې ده چې د افغانستان په پارتيزانې جنګونو كې د چورلكو ونډه نتيجه نه ده وركړې ، دا چې په پارتيزانې جنګونو كې مقابل لورې د ( د الوتوكو ضد سلاح) كاروي چې د هوائي ځواكونو زېاتې الوتكې او پرسونل ته مرګ ژوبله وراړوې د ۱۹۷۹-۱۹۸۹ كلونو كې كله چې د اتحاد شوروي وسلوال ځواكونه په افغانستان كې مېشته وه د چورلكو دنده د دشمن شاته د عسكرو او موهماتو ښكته كول ،او د هوا نه په كلو كې دد شمن راګېرول ، او د خپلو عسكرو حماېه كول وو. د اخېرو كلو جنګونو وښودله چې طالبان تر اوسه د چورلكو ضد وسلې لري كولاې شي چې د مي ۸ چورلكې پې راوغورزوي .
په دې خاطر چې د دشمن ځواكونه نابود شي د هوائي بمبارېو په ځاې پراخو ځمكني عملياتو ته ضرورت دې ، دا چې عمليات په بري سره په مخكې لاړ شي په كلو او بانډو كې د خلكو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي چورلكو ته ضرورت دې چې د دشمن شاته جبهې ته وسلوال ځواكونه او مهمات ورسوي چې هم د عامو خلكو د مرګ ژوبلې مخنيوې وشي او هم داسې شراېت برابر كړي چې دښمن له بېنه يوسې ، د امريكا د دفاع وزارت په اوس وخت كې همداسې همكارې ته ضرورت لري او ( وېرشباو ) هم شوروي دولت دې همكارې ته رابولي او غواړي چې د افغانيستان سره اقتصادي كومكونه وكړي چې د وسلوالو ځواكو د عملياتو نتيجه روښانه كوي ، امريكا په اوس وخت كې د روسانو دا ډول همكاري موثره او په ځاې بولي خو تر اوسه روسانو د غربيانو په دې وړانديز محتاطانه ګام اخيستې دې .