د سپينې ماڼۍ يوه لوړ رتبه مامور اوسنی افغان حکومت بی واکه بللی دی ،همدا راز دغه چارواکی ویلی چی افغانستان ته د نورو امريکايي پوځيانو د استولو پرېکړه د افغانستان د ټاکنو ترپايلو پورې وځنډول شي .
د سپینی ماڼی دغه مامور ران ايمانيل له امريکايي ټلوېزون سي اين اين سره په ځانګړی مرکه کي ویلی ترهغه چې د امريکا ولسمشر د کابل د حکومت په وړتيا او اغېزمنتيا ډاډمن نه وي، نو په دې کار کې له ډېر احتياط څخه کار اخلي نوموړی خبرداری ورکړ ترهغه چې په افغانستان کې يو د اعتبار وړ حکومت نه وي جوړ شوی نو د نورو سرتیرو د استولو پرېکړه به دغسې پاتې وي .
نوموړی په اوسنی شرایطو کی پداسی حال کی افغانستان ته دنورو سرتیرو استول بی ګټی بللی دی چی په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو قوماندانان افغانستان ته د نورو سرتیرو په رالیږلو ټینګار کوی، دوی خبر داری ورکړی که چیری افغانستان ته نور ځواکونه را ونه رسیږی نو په افغانستان یی د جګړی د بایللو وړاندوینه کړی.