تېره ورځ په سهیلی پښتونخوا مسلم باغ کښې دپښتو ادبی قندیل ټولنې له لوري یوه ستره مشاعره وشوه چي په دغه مشاعره کښې د سهیلی پښتونخوا له بیلا بیلو سیمو څخه لیکوالانو او شاعرانو ګډون درلود دغه مشاعره دماښآم له لمانځه وروسته پیل شوه چي پیل یې دقراڼ کریم په سپیڅلو آیاتونو سره محمدعلی عمری له لوري وشو وروسته بیا دپښتو ادبی قندیل ټولنې ملګري مولوی همایون خان یوه مختصره مقاله وړاندې کړه چي سر لیک یې وو٫ شعر داسلام له نظره ٫ له مقالې وروسته بیا عامه مشاعره پیل شوه .
ودې مشاعرې ته د مهمان خصوصي په حیث دصوبې ایالتي مشر ٫ سینیر صوبایي وزیر ښاغلی مولوی عبدالواسع صاحب ګډون درلود٫ او همدارنګه دعلاقې دروند مشر ښاغلی سردار اصف ٫ او دپښتونخوا ملی عوامي ګوند ضلعي مشر ښاغلی الله نور صاحب ګډون درلود٫
دیادولو وړ ده چي په لومړي ځل دپښتو په مشاعره کښې دجمعیت علماء اسلام ٫ یو لوړ پوړئ مشر ګډون وکړ
ټولو شاعرانو دښاغلي مولوی عبدالواسع صاحب پر دغه کار چي په مشاعره کې یې ګډون وکړ ډیر وستایلو
دغه مشاعره دشپې تر دوو ۲ بجو پوري روانه وه چي دمشاعرې په پاې کښې دپښتونخوا ملی عوامي ګوند ضلعی مشر ښاغلی الله نور صاحب خپله وینا دمشاعرې ګډونوالو ته وړاندې کړه، ده په خپلو خبرو کښې وویل چي دا ډیر دخوشحالۍ ځای ده چي دمولایانو له لوري څخه ٫ مولوی عبدالواسع صاحب په مشاعره کښې ګډون لري
ده په خپلو خبرو کي زیاته کړه چي سیاست زموږ پر خپل ځای دئ او نور سیمییځ کارونه او ګټي چي کومي دي
هغه زموږ دټولو ګد او مشترک شئ دئ .
ښآغلی الله نور صاحب دپښتو ادبی قندیل ټولنه وستایله چي یوه ستره مشاعره یې جوړه کړې ده٫ او دمشاعرې په پای کښې ښاغلی مولوی عبدالواسع صاحب خپله وینا دمشاعرې ګډونوالو ته وړاندې کړه ده وویل ٫ چي ما دشاعرانو شعرونه په ډیر خوند او توجه سره واوریدو چي دټولو شاعرانو په شعرونو کښې اتحاد ٫ اتفاق٫ او یو والئ ښکاریدو ده وویل چي اسلام هم وموږ ته داتحاد امر کوي، دښاغلی مولوی عبدالواسع صاحب له وینا وروسته بیا اختتامي دعا وشوه .
او بیا تولو راغلو میلمنو ته د پښتو ادبي قندیل ټولنې له لوري د ډوډۍ بندوبست شوئ وو چي ټول راغلي میلمانه او دمسلم باغ ښار ګنو ښاریانو په دغه میلمستیا کښې شریک شول .
په سهيلي پښتونخوا مسلم باغ كښې د پښتو ادبي قنديل ټولنې له لوري دجوړې شوې مشاعرې انځورونه :
تاریخ ۱۵ اکتوبر ۲۰۰۹
په درناوي