کور / راپور / ماينونه اوس هم د افغانانو ژوند ته غټ ګواښ دی

ماينونه اوس هم د افغانانو ژوند ته غټ ګواښ دی

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماین پاکی اداری پدی هیواد کی له ماینونو څخه د پاکی شوی سیمی په اړه نوی رپوټ  په دوه زره نهم میلادی کال کی خپور کړی دی.

په کابل کی د ملګرو ملتونو ددفتر ویاند ډاکټر نظیف الله سالارزی وایی چی ددی رپوټ له مخی له دوه زره اتم میلادی کال راهیسی،۸۴۰۰۰ زره دپرسونل ضد ماینونه،نهه سوه د ټانګ ضد ماینونه اودوه اعشاریه پنځه میلیونه ناچاودتوکی یی له مینځه وړی دی.

ښاغلی سالارزی یوی خبری غونډی ته وویل چی ددی کار په پایله کی له پنځوس کیلو متر مربع څخه زیاته د ماینونو او نږدی یو سله دیارلس کیلو مترمربع د پخوانیو جګړو سیمی له ناچاودو توکو څخه پاکی شوی دی.

نوموړی زیاته کړه د ملګرو ملتونو د ماین پاکی پدی پروګرام کی د افغانستان په بیلابیلو سیمو کی له ماینونو څخه څلور سوه اولس اغیزمن شوی د استوګنی سیمی له خښو شویو ماینونو څخه پاکی او اوسیدونکی یی بیرته ورستانه شوی دی .

نوموړي وويل .((  د ماین پاکی د نوی رپوټ له مخی له دوه زره اتم میلادی کال راهیسی تر اوسه پوری، اته څلویښت زره د پرسونل ضدماینونه او نهه سوه دټانګ ضد ماینونه، دوه اعشاریه پنځه ویشت ملیون ناچاودی توکی له منیځه تللی دی، چی ددی توکو په له منیځه تللو سره پنځوس کیلو متر مربع دماین او نږدی یوسله دیارلس مترمربع پخوانی جګړه ځپلی سیمی دی چی له ماینونو پاکی شوی دی،او څلور سوه اولس هغه ټولنی چی دماین له شتون څخه اغیزمنی وی خلک یی سیمو ته بیرته ګرځیدلی دی ))

په افغانستان کی د شوری د یرغل او دغه راز کورنیو جګړو پر وخت میلیونونه ماینونه خښ شوی دی او له څو کلو راهسی د ماین پاکونی بیلابیلی کورنی او بهرنی ډلی دهغو په راټولو او شنډولو لګیا دی خو داسی ښکاری چی لاهم په افغانستان کی د ماینونو ګواښ په بشپړه توګه له منیځه ندی تللی .

د ملګرو ملتونو د ماین پاکی د اداری مشر حیدر رضا وایی د افغانستان دوه پر دریمه برخه خاوره د تیرو شلو کلو نو راهیسی پاکه شوی او یواځی یوه برخه کی چی  شپږه سوه کیلو مترمربع غرنی او هواری ځمکی  په ماینونوډکی دی چی تر دوه زره دریالسم میلادی کال پوری به دا سیمی هم له ماینونو څخه پاکی شی.

نوموړي په دې اړه داسي وويل :(( تر دی شیبی چی زه له تاسی سره خبری کوم څه کم شپږ سوه زره کیلو متر مربع ځکه چی دوه زره اته ویشت ځایونه یا سیمی کیږی له بده مرغه چی په ماینونو ډکی  دی له تیرو شلو کلو نو راهیسی په افغانستان کی دوه پر دری برخی خاوره  یعنی چی له اولس زره څخه زیاتی سیمی له ماین پاکی او یواځی یوه وروستی برخه په ماین ککړه ده چی انشا الله تر دوه زره دیارلسم میلادی کال پوری به پاکه شی.)) 

په نړیواله کچه د اوتا وا په نوم د ماینونو پاکی نړی په اړه یو کنوانسیون شته چی دماین تولید،لیږد،او کارونه پکی منع شوی دی او دنړی ډیر هیوادونه دغه تړون ته ژمن خو یوشمیر نور بیا هم ددی تړون خلاف ماینونه تولید او صادروی،چی ځینی نوریی د خپلو موخو لپاره استعمالوی افغانستان هم د اوتاواا له تړون سره یوځای او دماین هر راز کارونه یی منع کړی ده. پدی اړه ښاغلی سلارزی وایی افغانستان چې پنځه کاله پخوا د پرسونل ضد ماینونو د بندیدو د کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړی دی ژمن دی چې تردوه زره دیارلسم میلادی کالپوری به داهیواد د ماینونو له شتون څخه پاک کړي.

نوموړی وايي :(( د ماین پاکی دا پروګرام پدی توانیدلی چی تر اوسه پوری څلوری پنځوس فیصده خپلی موخی لاس ته راوړی چی دافغانستان په تړون کی راغلی وو ټاکل شوی وه چی دا تر دوه زره یولسم میلادی کال پوری عملی شوی وای.د اوتاوا د تړون له مخی چی تر دوه زره دیارلسم میلادی کال پوری چی دماین پاکی کارونه منع شوی د هغی تړون اته دیرش فیصده موخی یی لاس ته راوړی دی او د ماین د خطر د سیمو د کچی شمیری یی څلور اتیا په سلوکی  راکم کړی دی .))

د رپوټو نو له مخی په افغانستان کی لاهم په بیلا بیلو سیموکی ماین قربانی اخلی  چی ډیری قربانیان ماشومان او هغه بیوزله وګړی دی چی دیو ګولی ډوډی پخاطر زړی او ناکاره وسپنی را ټولوی.

ښاغلی رضا وایی لاهم په افغانستان کی هره میاشت د پنځوسو په شاوخوا کی خلک د ماین ښکار ګرځی.چی دا شمیره مخکی په میاشتی کی له یوسله پنځوسو څخه اوښتی وه.

نوموړي په دې اړه خپله اندېښنه داسي څرګنده کړه :((  له بده مرغه باید ووایم چی اوس هم په میاشت کی په منځنی کچه د پنځوسو په شاوخواکی عام وګړی په ماین او نا چاوده توکو کی الوزی چی دا ناچاوده توکی پخوانی دی چی یوشمیر یی ټپیان او یوشمیر نور یی وژل کیږی.خو که دا له دریو کلونو مخکی سره پرتله کړو دری کاله مخکی په میاشت کی له یوسله پنځوسو څخه زیات کسان دماین ښکار ګرځیدل خو اوس هم دا پنځوس کسیزه شمیره لوړه ده موږ باید ددی په راټیټولو کی هڅی وکړو)) 

سره لدی چی په افغانستان کی دماینونو ګواښ څه ناڅه کم شوی خو په بشپړه توګه له منیځه ندی تللی. خو داسی رپوټونه هم خپاره شوی چی نړیوالی ټولنی دماین له پاکولو سره د پخوا په شان لیوالتیا نلری چی ښکاره بیلګه یی په روان میلادی کال کی دبودیجی نشتوالی په سبب دسلګونه ماین پاکانو وزګاره کول دی.

د ماین پاکی د ای ،ټی، سی، موسسی مشر کفایت الله ابلاغ وایی چی دوی مخکی د افغانستان په دیرشو ولایتونو کی فعالیت درلود خو اوس یی فعالیت رامحدود کړی دی.

نوموړی وایی چی دوی د خپل فعالیت په دوره کی شاوخوا دوه پنځوس ډوله په زرګونه حقله ماینونه کشف کړی دی چی زیاتره یی روسیی او پدی کی ایرانی هم شامل وو.

د نوموړی پر وینا ایرانی ماینونه یی ډیر په هرات ولایت کی کشف او شنډ کړی دی .

نوموړي وويل 🙁 مختلف ماینونه دی دری پنځوس ډوله ماینونه په ټول افغانستان کی خښ شوی دی پدی کی زیاتره روسیی ماینونه دی چی ډیری یی دپرسونل ضد ماینونه دی )

خو په افغانستان کی د ماین پاکی ډلی پداسی حال کی د ایرانی زړو ماینونو د کشف خبر ورکوی چی څو ځله افغان امنیتی ځواکونو او بهرنیو ځواکونو چی نوی ایرانی ماینونه افغانستان ته راوړل شوی وو کشف کړی او رسنیو ته یی ور وښودل. بهرنیو ځواکونو په ایران تور ولګاوه چی ایرانی ماینونه د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته د افغان او بهرنیو ځواکونو د ځپلو په موخه د ایران ددولت لخوا رالیږدول کیږی، خو ایران بیا دا دعوه نه منی.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکی د اداری مشر حیدر رضا هم وایی چی دوی داسی لاسوند نه لری چی روښآنه نکړی افغانستان ته ایرانی او یا دکوم بل هیوادو نوی جوړ شوی ماینونه را وړل شوی وی. نوموړی وایی پخوانی ماینونه چی ددوی ډلو لخوا کشف شوی دی ایرانی ايټالوی پاکستانی،روسیی او دیو شمیرنورو هیوادونو کی جوړ شوی وو.

((زه باید ووایم چی پدی وروستیو کی موږ داسی کوم سندو نلرو چی پری په ډاګه کړو افغانستان ته نوی ایرانی،یاد کوم بل هیوادو ماینونه راوړل شوی وی خو په تیرو شلو کلونو کی زموږ تجربو او کشفونو دا روښانه کړی چی ډیری پخوانی ایرانی شوروی،پاکستانی،اتیالوی او دیوشمیر نورو هیوادونو چی له افغانستان څخه لیری وو لیدل شوی دی له بده مرغه زه باید ووایم چی په افغانستان کی په تیرو دریو لسیزو جګړو کی له پنځوس څخه زیات ډوله ماینونه افغانستان ته راوړل شوی دی.له بده مغه په افغانستان کی د پرسونل او ټانګ ضد ماینونه کارول شوی دی

خو د اوتاوا دتړون له مخی هیڅ څوک نشی کولای چی افغانستان ته ماینونه راوړی خو پدی نه یم خبر چی وسله وال مخالفین به افغانستان ته ماینونه راوړی کنه.)) 

د ډیرو عامو وګړو په اند که د ماین پاکی یوشمیر موسسی چی له ماینونو څخه دککړو سیمو په پاکولو بوختی دی خو له بلی خوا په نا امنه سیمو کی وسله وال مخالفین د خپلی بریا لپاره د ماینونو له خښولو څخه کار اخلی او ډیری وخت پکی عامو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړوی. دوی اندیښمن دی که چیری دا ماینونه همداسی پټ پاتی شی نو په راتلونکی کی به د تیر په شان خلکو په تیره کوچیانو ته د سر زیان واوړی.

خو د ای ټی سی د ماین پاکی دموسسی مشر ښاغلی ابلاغ وایی دغه ماینونه چی وسله وال مخالفین یی ایږدی دا دجبهی جګړی لپاره نه بلکی د خپلی ځانګړی لنډی موخی لپاره خښول کیږی چی د ریموټ کنترول په واسطه چوی اومخالفین دا تر ډیره وخته نه پریږدی.

نوموړي داسي وويل (( لکه جنګ چی چرکی دی د ماینونو ایښودل هم چریکی دی  طالبان داسی ماینونه دوی داسی ماینونه نه ږدی لکه روسانو چی جبهی ماینونه ایښودل ددی لپاره چی پدوی له کومی خوا تعرض پری ونشی، طالبان په بیلابیلو سړکونو چریکی ماینونه ایږدی چی  دفعتا د ریموټ کنټرول په واسطه ورته انفجار ورکړی او هغه موخه یی چی ده هغه لاس ته راوړی نو داسی جبهی ماینونه تر اوسه پوری دهیچا لخوا ندی ایښودل شوی.))

اوسمهال د افغان دولت وسله وال مخالیفن چی د سړکونو پر غاړه زیات ماینونه خښوی د ماین پاکی اداری مسولین وایی چی د ماین پاکی د اصولو پر بنسټ او له تخنیکی لحاظه دی ډول چاودیدونکو توکو ته ماین نشو ویلی  ځکه چی دا هغه ماینونه دی چی د ځینو توکو له محلول څخه او د لنډی موخی لپاره جوړشوی دی .

خو په افغانستان کې بهرنیو پوځیانو ته ډیر تلفات د سړک د غاړې د خښو شویوماینونه له امله اړوي او د ناټو او ایتلاف ځواکونو په وینا دا چاودنې د تیرکال په پرتله خورا زیاتې شوې دي.

د ناټو یو چارواکی ویلی وو په افغانستان کې په روان میلادي کال د سړک د غاړې بمونه د تیر کال په پرتله اتیا سلمه زیات شوې او اکثر بهرني پوځیان پر دې ماینونو وژل کیږي.
 
د ایساف ویاند برید جنرال ریچرد بلانشیت ویلی وو، که د تیر کال هغه ماینونه وګڼو چې چاودلي دي یا شنډ شوي دي بیا هم سږ کال اتیا سلمه د سړک د غاړې چاودنې زیاتې شوې دي.
 
نوموړی ویلی چې د سړک د غاړې ریموټ کنټرول ماینونه دوی ته په یوه جدي ګواښ بدل شوي دي چی دغو چاودنو په عراق او افغانستان کې تر بل هرڅه زیات تلفات ور اړولی دی.

په افغانستان کی د ماین تجارت له پخوانیو جګړو څخه راپیل شوی دی چی تر دی مهاله د ماینونو د چاودنی له امله زرګونه خلک وژل شوی او سلګونه نور ټپیان دی.

پخوا پدی هیواد کی ماینونه په بیلابیلو ډولونو سره پیدا کیدل چی زیاتره به یی د ماشومانو لپاره د زیان اړولو په موخه راوړل شوی ماینونه ، دماشومانودلوبو د سامان،په ډول،لکه قلم،نانځکه، توپ او داسی نور ډوله وو چی له ماین سره دماشوم د تماس پرمهال به چاودیدل،خو د ماین پاکی د اداری مسولین وایی چی اوسمهال ددی ډول ماینونو ستونزه حل شوی او یواځی د ټانګ ، پرسونل ضدماینونه او نا چاودی توکی پاتی دی.

دماین پاکی د ادارو کارکونکی وایی په هغو سیمو کی چی سری نښی ، اغزن تار، او یا هم زاړه بوټی لیدل کیږی تر ډیره د ماین خطر ورکی وی دغه راز هغه سیمی چی پخوا ورکی پوځی لښکر کوټونه، د ښکیلو ډلو ترمنیځ لومړی کرښی پوځی پوستی،او قرارګاوی وی ..دغه راز هر پوځی نا چاودی توکی لکه د توپ او ټانګ یا هاوان ګولی او دغه راز نور نا پیژانده وسپنیز توکی له خطره تشی ندی دی

  خو دا پدی مانا نده چی یادو شویو سیمو ته دی کله څوک نه ورنږدی کیږی که چیری پدغو ځایونو کی سپینی نښی.یا هم د خطر له منیځه تلو په اړه معلومات لیکل شوی وو نو دا پدی مانا ده چی دغلته نور دماین ګواښ له منیځه تللی دی.