کور / تازه خبرونه / امریکایی پوځ ته یو ګېلن تیل په ۴۰۰ ډالره تمامیږی

امریکایی پوځ ته یو ګېلن تیل په ۴۰۰ ډالره تمامیږی

 

د امریکا د پارلمان خپرونی ( هیل ) نن خبر ورکړ چی په افغانستان کی امریکایی پوځیانو ته یو ګیلن تیل په ۴۰۰ ډالره تمامیږی ، حال دا چی هغه په امریکا کی په  ۲٬۷۸  دوه ډالره اته اويا سينټه دی . دا ځکه چی پر لاره ډیر مصارف پر راځی او لوی ضایعات ورکوی .


 خبر وایی چی په افغانستان کی هر ۱۰۰۰ نفره امریکایی پوځیان یو بلیون ډالره مصارف لری چی دا ډیر ستر مبلغ دی . هیل وایی چی په ځینو لیرو او ګوښه سیمو کی حتی یو ګیلن تیل په ۱۰۰۰ ډالره تمامیږی . خبر زیاتوی چی صرف په روان کال کی هلته ۴۴ ټانکرونه طالبانو له منځه وړي دي او یوازی د تیر کال په جون کی ۲۲۰۰۰۰ ګیلنه تیل ضایع او له منځه وړل سوي دي ، حال دا چی امریکایی پوځیان په افغانستان کی د ورځی ۸۰۰۰۰۰ ګیلنه تیلو ته اړتیا لری چی صرف له دې درکه یې روزانه مصرف ۳۲۰ ملیونو ډالرو ته رسیږی .