کور / شعر / غزل

غزل


نه د چا زړه کې شوم را تېر نه د چا خیال کې اوسم
ژوند مې یو ګونګ شانې تصویر دی په دېوال کې اوسم

په تا مین شوم نو د خدای تر مانا ورسېدم
څومره ثواب شوم او په څه واړه وبال کې اوسم

چې ېې ټول ژوند وي لیکل شوی دښامار په خوله کې
زه ها بدبخته شان رڼا یم څه چې لال کې اوسم

درپسې ډکې ډکې سترګې اړوم که راځې….
د زندګۍ لمر مې غورځیږي په زوال کې اوسم

ارمانه اوس نو در نه هېره شومه ښه ملګریه …
چې نه دې سور کې چرته اوړم نه دې تال کې اوسم