په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن خپل اكثره مطالب د انتخاباتو د نتايجو په سر روانو بحثونو ته ځانګړي كړي او هغه يى له بيلابيلو اړخونو څيړلي دي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په يو مطلب كې د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون د كار په اړه د ولسمشر كرزي د انتخاباتي كمپاين انتقاد راخستې او ددغه كمپاين د وياند په حواله يى ليكلي، چې ممكن ښاغلې كرزى د شكايتونو د كمسيون سياسي پريكړه و نه مني.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د انتخاباتو د پايلو په سر روان بحران ته كتنه كړې او له هغې نه د وتلو لپاره ځينې لارې چارې په ګوته كړيدي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په انتخاباتو كې د بهرنيو لاس وهنې ته په اشارې ليكلي، چې هيڅ يو بهرنې دا حق نلري، چې د افغانانو په برخه ليك لوبې وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ولسمشر كرزي د رسنيو د دفتر د ځينو سرچينو په حواله ليكلي، چې په ښاغلي كرزي فشار دې، چې ډاكټر عبداله ومني.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په انتخاباتو كې د درغليو په اړه د ځينو كړيو او هيوادونو دريځ ته په اشارې ليكلي، چې ددې ټولو فشارونو او پلمو هدف دا راوخوت، چې په افغانانو يو ائيتلافي حكومت وتپلې شي.
ورځپاڼې په دوام كې دا پوښتنه كړې ، چې هغه كړۍ او هيوادونه، چې غواړي په افغانانو يو ائيتلافي حكومت وتي د افغانستان له حالاتو خبر دي او څنګه؟
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې له ولسمشر كرزي سره د فرانسې د بهرنيو چارو د وزير د ليدنې خبر وركړې او ليكلي، چې پدې ليدنه كې د افغانستان په انتخاباتو او روانو حالاتو خبرې وشوې.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې د انتخاباتو په نتايجو كې د بهرنيو لاس وهنو او په ولسمشر كرزي باندې زياتيدونكي نړيوال فشارونو ته په اشارې ليكلي، چې دا هر څه ددې لپاره روان دي، څو ولسمشر كرزى د نړيوالو ځينو غوښتنو ته غاړه كيږدي.
ورځپاڼې په دوام كې ددغو فشارونو اهدافو ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې امريكا غواړي ددې لارې په خپلولو سره د ځينو ستونزو په اړه د ښاغلي كرزي د انتقادونو مخه ونيسي او په افغانستان كې خپلې ګټې خوندي كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د امريكا د پخواني ولسمشر جيمي كارټر د ملي امنيت د سلا كار دا وينا راخستې، چې امريكا دې پر افغانانو د خپلو سياستونو له تپلو نه لاس واخلي.
ورځپاڼې په دوام كې د برژينسكي دا خبردارې وركړې، چې ددې سياستونو دوام به افغانستان په يو بل ويټنام بدل كړي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه بيلابيل مطالب خپاره كړي او هغه يى له بيلابيلو اړخونو څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په انتخاباتو كې د خلكو د رايو د نتايجو د بدلولو لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې از هغه د ديموكراسۍ د اصولو په خلاف بللي دي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د هغو افغانانو په برخه ليك انديښنه څرګنده كړې، چې په پاكستان كې له ځان وژونكو حملو وروسته نيول شوي او اوس مهال تر سختو شكنجو لاندي دي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې د ځنډ مساله راخستې او ليكلي، چې سياسي مصلحتونه نه پريږدي، چې د انتخاباتو وروستي نتايج اعلان شي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د انتخاباتې شكايتونو كمسيون لا هم د خپلو څيړنو رپورټ د انتخاباتو خپلواك كمسيون ته ندې استولې.
ورځپاڼې د بلخ له زندان نه د بنديانو د تيښتې په اړه يه پو مطلب كې ددغه زندان د چارواكو په حواله ليكلي، چې په تښتيدلو ديارلسو بنديانو كې سياسي بنديان هم شامل دي.