کور / تازه خبرونه / جهادي ډلو وزيرستان ته د افغانستان طالبانو د ورتګ پريکړه وکړه

جهادي ډلو وزيرستان ته د افغانستان طالبانو د ورتګ پريکړه وکړه

د تر لاسه سويو خبرونو له مخې په افغانستان كې د افغان او پاكستان طالبانو په يوه غونډه كې پرېكړه شوې چې له دې وروسته به افغان طالبان پاكستان ته هم د خپلو وسلوالو فعاليتونو لپاره جنګيالي را استوي.

د جنګ اردو ورځپاڼې د يوۀ خپاره شوي خبر پر اساس په دې غونډه كې د القاعده شبكې، ګلبدين حكمتيار ډلې، طالب مشرانو او د پاكستاني وسلوالو طالبانو د بېلابېلو ډلو ځينو قومندانانو برخه اخيستې وه او پرېكړه يې كړې ده چې د امريكايي پوځيانو مرسته كوونكي هغه پاكستاني امنيتي ځواكونه او افغان ځواكونه- چې له تېرو اتو كلونو راهيسې په افغانستان كې د دوى پر ضد جنګېږي- به هم له دې په وروسته په نخښه كوي.

د خبر له مخې افغان طالبانو په لومړي ځل پرېكړه كړې چې د پاكستاني طالبانو د مرستې لپاره به خپل كسان له افغانستانه واڼه او وزيرستان ته را استوي. په غونډه كې د امريكا او د هغوى د متحدينو پر وړاندې دې نوې مبارزې ته (د خير او شر جګړه) نوم وركړل شوى دى، چې وايي په دې كې به د ملكي خلكو له وژلو څخه ډډه كېږي.