کور / تازه خبرونه / پاکستاني پوځ پر جنوبي وزيرستان پوځي عمليات پيل کړل

پاکستاني پوځ پر جنوبي وزيرستان پوځي عمليات پيل کړل

په زرګونو تنه پاکستاني پوځيانو په جنوبي وزيرستان کي د طالبانو پر ضد جګړه پيل کړه ، پاکستانی پوځ په دې عملياتو کي  له سپکو او درندو وسلو ، ټانکونو او الوتکو څخه هم کار اخلي ، د عملياتو په لومړۍ ورځ يو شمير د سړک د غاړي بمونو تراو راکيټ بريدونو تر  څنګ پر پوځ ځانمرګي بريدونه هم سوي دي . د پاکستاني پوځ وياند اطهر عباس وايي دا عمليات به له شپږ و تر اتو اوونيو وخت ونيسي .

بله خوا د سيمي طالبانو لخوا ويل سوي چي دوی ددې جګړې لپاره پوره تياری لري او ددوی لخوا بريدونه به هغه مهال پېل سي چي پوځيان سيمي ته ننوزي او ځای پر ځای سي .

ددې جګړې له خطر او ډاره تر اوسه په سلګونو کورنۍ له سيمي وتلي دي او ويل کيږي چي تر دوه زره زياتي کورنۍ به د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي .

دپاکستان حکومت وايي چي دا ځل به عمليات په برياليتوب پای ته رسوي ددوی په وينا چي دا ځل د سياسي ګوندونو ملاتړ هم ورسره دی ، د افغانستان دولت هم ددې عملياتو هرکلی کړی دی ، بله خوا داسي فکر هم کيږي چي ښايي په جنوبي وزيرستان کي د جګړې له امله سيمه ايز طالبان تر ډيورنډ کرښي ها خوا خوست او د سيمي نورو کليو ته واوړي .

د جنوبي وزيرستان څخه بېځايه سوو خلکو لپاره تر اوسه پوري د کورنيو يا خارجي موسسو لخوا د مرستو اعلان نه دی سوی ، د بخښني نړيوالي ټولني په وزيرستان کي د جګړې د پيل په اړه اندېښنه ښوولې ده .