واشنګټن پوسټ اخبار د انتخاباتو د شکایتی کمیسیون د پلټونکو له قوله وایی چی د حامد کرزي رایی ( چی څه باندی ۵۴٪ ښودل سوي وې ) اوس ۴۷٪ ته را کمی سوې او ښایی دوهم ځلی انتخابات وسی .
همدا اوس دوه لوی امریکایی سیاست پوهان ( دیموکرات جان کیری او جمهوریت خواه زلمی خلیلزاد ) او د فرانسې خارجه وزیر په کابل کی دی او هغوی د حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره کتلي او پر دواړو یې فشار اچولی چی مشترک حکومت سره جوړ کړي او دوهمی انتخابات و نه کړی .
د شکایتی کمیسیون دغه تازه نتیجه به سبا رسمأ اعلان سی او ویل کیږی چی بارک اوباما هم خپله نوې افغاني ستراتیژي په کابل کی د نوي حکومت کښېناستو ته ځنډولې ده . خو څیړونکي وایی چی د افغانی انتخاباتو سره افغانان دومره علاقه نلری څومره چی یې غربیان ورسره لری .