د عدم تشدد، ملي روغې جوړې او ډيموکرېسۍ شريکه رېښه څه کېدی شي؟ ددې سوال ځواب که د دې درو واړو په اصطلاحي تناظر کي وکتل شي، نو شايد چي يوه فکري ستړې راپېدا کړي. خو که يې په پراخ تناظر کي مطالعه وشي، نو دا سره پيوند(interconnected) اصطلاحات دي.
دا درې واړه رويې د استبدادي قوتونو په ضد دځپلو او ربړېدلو مرسته او ملاتړ يقيني کوي او د انسان په لاس د انسان د استحصال مخنيوی کوي. دا د شرفِ بشر د بحالۍ ضمانت ورکوي او د تعصب، نفرت، جنګ او جارحيت په ځای د مينې، محبت، امن او ورورولۍ نفسياتو ته وده ورکوي.
د زمان و مکان په حواله ددې درو واړو خپل خپل applications دي. خو د لر وبر افغان په سياست کي دا درې واړه يو مشترک، اصيل او جامع افغاني ذهنيت تشکيلوي.
د لر وبر افغان په سياسي پس منظر کي موږ د عدم تشدد، ملي روغې جوړې او ډيموکرېسۍ د سياستونو مطالعه د يو اتحادِ ثلاثه په توګه کوو. په تاريخي حواله که ددې درې واړو جرړې د پښتنو په کلتور کي چرته چرته تر سترګو کېږي خو په خصوصيت سره ددې ذکر د شلمي پېړۍ سره تړلی دی. شلمه پېړۍ که يو خوا د بدلون، ترقۍ، انقلابونو او ساينسي پرمختګونو پېړۍ وه نو بل خوا په قامي حواله د سياسي تحريکونو د منطقي نتايجو حامل او په سماجي کلتوري لحاظ رجحان سازه پېړۍ وه. ددې پېړۍ حاوي رجحانات په اکېډمک چوکاټ کي رغېدلي وو ځکه چي په پسِ منظر کي يې ساينسي اپروچ کار فرما وو. ددې پېړۍ د رجحاناتو نوعيت بېخي بدل وو. دا نوعيت د محکومو قامونو په حواله خپل ځانګړي نتايج لرل، ځکه چي نوابادياتي نظام د محکومو قامونو لپاره خپل ځانګړی معروض لرلو. لر وبر افغان د ډيورينډ توره خوړلې وه، ملي حاکميت او سياسي مرکزيت يې بايللی وو. قبايلي سسټم د نوي دور په سياق و سباق کي په مجموعي توګه د پښتنو ژوند د جمود ښکار کړی وو. په وړو وړو خبرو تشدد او انتقام ته هڅه کول دود وو. هسې هم پښتنو په يوه داسې دروازه کي موقعيت درلود، چي پرې د بهرنيو تاړاکګرو او يرغلګرو مخنيوی د قبايلي لښکرونو او ناتارونو په ذريعه کېدو. د دې حالت او نوي جهانبينۍ په پام د باچاخان د عدمِ تشدد د پاليسۍ معارفي کول د پښتنو د تاريخ د يوې نوې دروازې د پرانيستلو جرات وو. څوک به ددې جرات زړي په مذهبي تعليماتو کي ګوري ، څوک به یې بودا ته رسوي او څوک به يې د ګاندهي جي په تاثر کي لټوي خو په حقيقت کي دا دپښتني سماج د تاريخ پېداوار وو. پښتني کلتور عدمِ تشدد ته ضرورت لرلو، ټولنيز حالات دې ته جوړېدو، فطرت ددې کار د تر سره کولو لپاره باچاخان پېدا کړ.
تشدد د پښتنو په نفسياتو کي د يو قوي عنصر په توګه له پېړيو داخل پاتې شوی دی، دې متشددو نفسياتو نن د يو داسي قامي نرګسيت شکل خپل کړی دی، چي پښتانه يې د خپل تاريخ بنسټ پاموي او د غيرت سرچينه يې ګرځوي. پر هم دې دليل پښتون د نړۍ په قامونو کي د يو لوړ قام په نامه يادوي. باچاخان دې نفسياتو ته دتغير ورکولو په خاطر د قامي اصلاح په چوکاټ کي عدمِ تشدد معارفي کړ، تحريک يې جوړ کړ او دا پېغام يې کور کور ته ورساوه. دا حقيقت پاملرنه غواړي، چي د باچاخان عدمِ تشدد د پښتنو په کلتور اونفسياتو کي د بدلون او نوې جهانبينۍ د ادراک يوه هڅه وه او خپل حدود يې لرل. هر چرته، په هر ځای کي او د هر چا لپاره ددې اطلاق ضروري نه وو. دښمن دښمن وي، د دښمن د نوعيت او پوزيشن د کتلو نه پس د تشدد او عدم تشدد د ضرورت فېصله پکار وي. زما په فکر عدم تشدد صرف جنګيالي او جنګ ځپلي پښتون ته د امن او ورورولۍ يو پېغام وو.
په متحده هندوستان کي د خپل وجود نه رابېله شوې پښتني سيمه د قبايليت او ملائيت شريک ګذار ته پرته وه. په افغانستان کي د غازي امان الله خان د استقلال اخيستلو نه پس د اصلاحي انقلابي پروسې مخه ډب شوې وه. افغانستان د نوي معاشرتي تکشيل مخنيوي ډېر شاته ستون کړ. د افغان دښمنانو په دې مد کي هم قبايلي او مذهبي عنصر په کار واچولو او له بده مرغه اصلاحي انقلابي اورګان د افغاني ټولنې له بشپړې مطالعې نه برخمن نه وو ځکه خو يې ماته حتمي وګرځېده. چي هم دا تېروتنه بيا په دې وروستو کي په افغانستان کي بيا تکرار شوه، چي نتایج او اثرات يې زښت زړه چاودونکي او خونړي وختو. د روشن فکرۍ او جديديت د نهضتونو پر تېروتنه باندې تېروتنه يوه لويه ملي غميزه ګڼلی شو. زړونه او ذهنونه زښت صفا او په ملي رويو زرخېز وو خو له بده مرغه د بدلون په عمل کي د بېړي نه کار واخيستل شو. هم دې ته د باچاخان پام وو. باچاخان په افغانستان کي د عدم تشدد او لوې جرګې پر اهميت زور راوړلواو په دې کي يې د مسئلې حل ګڼلو. د روشن فکرانو دخپلې ټولنې دناسمې مطالعې عمل د تخريب باعث وګرځيدو. ثور انقلاب په خپله يو بېړنی ګام وو. خو ددې بېړني ګام سنبهالېدل پکار وو. د غازي امان الله خان سره د شوي عمل تجربه بايد په پام کي نيول شوې واي او د ټولنې د نبض شناسي ضرورت بايد درک شوی واي. خو ولي کيڼ لاسي افراطيت تباهۍ ته لار ور کړه او دښمن عين پر موقعه او ماچه ولاړ وو. د انقلاب په شا که هر څو يو اصيل افغاني ذهنيت کارفرما وو خو ولي ډېر تريخ حقيقت دا دی، چي د افغانستان د ورانۍ باب د هم دې انقلاب نه پېل کېږي. دا باب بيا راورستو وختونو زښت پلن کړ. د ثور انقلاب په تناظر کي يوازينۍ اصلاحي او تعميري پړاؤ د ملي پخلاينې د سياسي او دولتي پاليسۍ دی، چي د ډاکټر نجیب په رهبري کي يې ټولنيز جنګي کلتور او جنګي نفسيات د اعتدال او ورورلۍ چوکاټ ته اچول. د ډاکټر نجيب د ملي روغې جوړې په سياست کي جنګ ته د پای ټکی اېښوول، د انساني حقوقو احترام او ډيموکرېسي شامل دي. دا د ملي روغې جوړې سياست وو، چي په افغانستان کي يې د وروروژنې د بهير د پای ته رسولو ارمان په زړه کي درلود، دا چي مرور وروڼه يې د خبرو اترو لپاره يو راؤنډ ټېبل ته رابلل غوښتو او دا چي د جنګي کلتور په ځای يې د جرګې کلتور ته لار برابروله. هم دا د افغان انقلاب په حواله د باچاخان پېغام وو، چي د وروروژنې مخه دي ونيول شي او د ملي مسايلو د هواري لپاره دي جرګې راوغوښتل شي او هم دا د ډاکټر نجيب سياست، پاليسي، مرام او ارمان وو.
ډاکټر نجيب وايي “باچاخان د افغانستان انقلاب ته لوی امېد کړی وو. دی د دې انقلاب په عادلانه، ازادي غوښتونکي خصوصياتو باندې باوري وو. هغه ټول عمر د تربګنيو، دښمنيو اخيستلو مخالف او د عدمِ تشدد علمبردار وو. د افغانانو په کور کي يې اور نه شو ليدلی او ددغه اور د مړ کولو لپاره يې غږ پورته کړو، د افغانستان د جمهوريت د ملي روغې جوړې سياست د فخر افغان باچاخان د بشپړ تائيد څخه برخورداره وو، ځکه چي هغه ډاډه وو چي ملي روغه جوړه د وروروژني په اور کي اوبه اچوي، مرور وروڼه سره پخلا کوي او د تباهۍ مخه نيسي. په وطن او سيمه کي سوله او ارامي راولي او د هيواد د سمسورولو او ابادولو لپاره لار پرانيزي. باچاخان په انقلاب کي له يوه ټکي څخه کرکه کوله چي هغه د وروروژني جنګ جګړه ده، چي د امريکا د امپرياليزم او د هغه د انډيوالانو له لورې د افغانستان په خلکو تپل شوې ده. باچاخان پوهېدو چي د دنيا زاړه قابضان او د وينو وږي استعمار ي او امپريالستي لېوان د افغانانو له انقلاب سره دښمني لري”.
د ملي روغې جوړې سياست د ورور وژني د مخنيوي تر ټولو ښه پاليسي وه. دا پاليسي د امن، مزاکراتو، جرګو او بحث و مکالمې پر بنياد ولاړه وه. په نورو ټکو دې پاليسۍ د ملي مسايلو د هواري لپاره جمهوري لارې چارې وضع کړې. د باچاخان په قول “د افغانستان د مسئلې حل د ټوپک په شپېلۍ کي نه بلکې په لويه جرګه کي دی”. دا حقيقت ډاکټر صېب په ښه توګه درک کړی وو او دا حقيقت د دېرش کلن جنګ و جدل نه پس د روان جمهوري عمل په جريان کي د هر افغان زړه ته پرېوتی دی.
محترم افراسياب خټک ليکي “د ملي پخلائينې د سياست په جوړولو او مخکې بوولو او د روسانو په ويستلو کي د ډاکټر صېب قوي، مېړني او سترګور شخصيت څومره مهم نقش لوبولی دی. د هغې نه پس هغه د يو مستقل افغانستان په علامت بدل شو، چي د شرق و غرب د دباوونو او مخالفتونو باوجود په خپل ځای کلک ولاړ وو. د سيمه ايزې همکارۍ نظريه چي نن سبا يې ډېره غلغله ده، ډاکټر صېب عېن په ۱۹۹۰ کي وړاندې کړې وه. د ډاکټر صېب اصلي سياسي فکر او کردار هم په دغه وخت راڅرګند شو. د روغې جوړې د سياست په لاره کي د هغوی نه ستړېکېدونکو هلو ځلو بلاخره په افغانستان کي د سياسي قدرت د سوله ايز انتقال لپاره مېکانيزم هم پېدا کړو. دا بېله خبره وه چي په داخل کي کم نظره او کم ظرفه سياسي حريفانو او په بېن المللي سطحه د لويو ځواکونو د زړې محاز ارايۍ او د بعضې ګاونډي هيوادونو شومو سازشونو دغه پروسه ورانه کړه”.
ددې پروسې ورانېدل د افغانستان ورانېدل وو. د درست تاريخ، کلتور او ژواک ورانېدل وو. ددې پروسې وروسته هره پروسه پردۍ شوه، د پرديو غوبل شو، په پرديو وطنونو کي د حکومتونو انتقال شو، حاکميت په ګواښ کي شو او مرکزيت وران شو. هم دا د افغانستان د تاريخ زښته زړه چاودونکې او توره دوره ثابته شوه. د ملي روغې جوړې د سياست شنډېدل د افغانستان د دښمنانو د شومو موخو او ناولو عزايمو کاميابي وه.
دلته دې نکتې ته جدي پاملرنه پکار ده، چي په افغانستان کي د ملي روغې جوړې د سياست شنډېدلو په وخت په مستعمره پښتونخوا کي قامي تحريک هم په زښت زړه چاودونکي حالت کي وو. د ملي روغې جوړې د سياست د ناکاميدو اغېزې په دواړو خواوو کي يو شانتي وې. د پښتونخوا قام پرستانو د ملي روغې جوړې سياست ځکه بچاؤ نه کړ چي په دې وخت کي د مسلسل نظرياتي، ملکي او بین الاقوامي داؤ و پيچ نه وروسته تنظيمي ډهانچه بېخي ورانه وه. دا نکته هم داساسي نوعيت ده، چي نن به د عدم تشدد د سياست په دفاع کي د افغانستان رول په کومه بڼه مخې ته راځي؟
خو ددې هر څه سربېره په افغانستان کي اوس مهال موجوده نسبي ډيموکرېټکه فضاء د ډاکټر نجيب د ملي روغې جوړې د سياست په تسلسل کي مطالعه کېدی شي. که د ډاکټر نجيب د لمنځه وړلو له کبله دا تسلسل مات شوې نه وې نو نن به افغانستان په يو ډېر ترقي يافته او جديد صورتحال کي وو. خو بيا هم چي د حقيقتونو ادراک وشو، افغانانو ډيموکرېسي يوازينی نجات دهنده عنصر وپامولو. په ډيموکرېسي کي تر هر څه زيات د وطن بیا رغونه او ملي روغه جوړه ممکنه ده. نن تاريخ خپله ريښتينولي په ثبوت رسوي. هم دا د اتاريخ سبق دی، چي د عدم تشدد او ملي روغې جوړې دسياست په تسلسل په وطن کي د روان ډيموکرېټک بهير پياوړتيا د افغانستان بقاء او پرمختګ يقيني کوي.
پکار هم دا ده، چي افغانستان بېرته خپل يو پوخ ملي ټولنيز انفراسټرکچر ولري، قوي اقتصاد، منظمې ادارې او پياوړې ملي اردو ولري. د مېډيا ازادي او د بحث و مکالمې کلچر د افغانانو د ملي مسايلو په هواري کي کليدي ونډه تر سره کولی شي. د جرګو سسټم د جديدو رجحاناتو په تناظر کي د اکېډميکو او ملي روحيو پر بنياد ژوندی او ګړندی ساتل غواړي. دا ټول څه په ډيموکرېسي کي ممکن ګرځي. افغان بايد خپل پارليماني سسټم ته وده ورکړي او ددې لپاره منظم پارليماني ګوندونه ولري. لر و بر افغان د خپل روښان او تابان مستقبل تعين د عدم تشدد او ملي روغې جوړې د سياست په مرسته په يوه ډيموکرېټکه فضاء کي يقيني ګرځولی شي.
khanzamankakar.kakar@gmail.com