بيګا ماښام په مصر كي د 20 كالو نه د ټيټ عمر ځوانانو دفوټبال نړيوال جام چي د نړۍ 24 هيوادونو پكي ګډون درلود په پاي لوبه ( فاينل ) د غانا د قوټبال دځوانانو لوبډلې د بارزيل دځوانانو دفوټبال لوبډلي ته په 4/3 ماتي وركړه او د 2009 كال د 20كالو نه د ټيټ عمره ځوانانو نړبوال جام يي د غانا د ځوانانو په نوم كړ.
دا دغانا د ځوانانو دفوټبال د لوبډلې اول ځل دې چي د نړيوال دغه نړيوال جام ګټې اوهم د غانا لوبډله يواځينۍ افريقايي لوبډله شوه چي دغه اعزاز يي تر لاسه كړ.
دغانادفوټبال د ځوانانولوبډله 2 خل مخكي هم پاي لوبه يا فاينل كي لوبيدلي وه خود جام په ګټلو كي پاتي وه .
د غانا لوبډلي د فوټبال په دغه اتلولۍ كي په ټولو پړاوونو كي خپلي لوبي ګټلي وي يواځي يوه لوبه يي بيلودي وه.
ديادوني وړ ده چي برازيل دغه نړيوال جام څلور4ځله خپل كړې .