امریکایی « مک کلیچی » اخبار د یو استخباراتی مقام له خولې خبر ورکوی چی پنځه ویشت زره طالبان د ناټو او امریکایی پوځیانو سره په جنګ اخته دي چی د تیر کال څخه پنځه زره کسه اضافه سوي دي یا ۲۵٪ زیاتوال ښیًی .
دغه مقام زیاته کړه چی د دې تعداد څخه پرته ګڼ شمیر نور خواخوږي کسان هم د طالبانو سره د جبهې شاته ډول ډول مرستي کوی . هغه وویل چی د دې زیاتېدونکی بهیر ختمول ورځ په ورځ ګرانیږی او ممکن د پوځونو ډیرښت یې مات نه کړای سی .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون او د ایټالیا د دفاع وزارت ورکړ ، ویل کیږی چی یو امریکایی پوځی په فراه ولایت کی د چاودنی له امله ووژل سو او یو ایټالوی پوځی هم په هرات کی د زرهپوش د چپه کېدو له امله مړ سو او دوه نور زخمیان سول .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه