کور / تازه خبرونه / تخار : د واليبال سيالۍ ترسره شوې

تخار : د واليبال سيالۍ ترسره شوې

په تخار كې د ښوونځيو د زده كوونكو ترمنځ د واليبال هغه سيالۍ پاى ته ورسيدې چې له څو ورځو راهيسې په بنګي ولسوالۍ کې د ښوونځيو د زده کوونکو تر منځ روانې وې.

د دغو سياليو په وروستي لړ کې د آهندرې د ليسې او چشمه شير د متوسطې زده کوونکو سيالي وکړه چې آهندرې ليسې درى د دوو په وړاندې مقابل لوري ته ماتې ورکړه.

د دې ډول سياليو موخه د زده كوونكو سپورتي وړتيا لوړول او له نيشه يي توكيو څخه د زده كوونكو راګرځول دي چې د پوهنې رياستونو د سپورتي آمريتونو لخوا برابريږي.