دخوست ولايت: نن دروان كال دتلى په ۲۰ مه نيټه د خوست ولايت د ګربزو ولسوالي دشهيد محمد قادر او شيخ امير دليسو نوى ودانى دنوموړى ولايت دمقام د دفتر رئيس او دپوهنى رئيس سيد عزيز احمد هاشمي لخوا په داسي حال كى چى دسيمى يو شمير قومى مشرانو، استادانو او زده كوونكو ګډون درلود دپټى په پري كولو سره افتتاح اوګتى اخيستني ته وسپارل شوه.
دنوموړو ليسو ودانى په پاخه او اساسي ډول په يو پوړكى دپوهنى وزارت دپرمختيايي بودجى څخه د ۶ میليونو افغانيو په مجموعى لګښت جوړى شوى، چى دهرى ښوونځى ودانى ۸ درسى ټولګى، ۴ ادارى خونى، د اوبو څښكلو څاه، ۵ تشنابونو او نور ضرورى ملحقات لرى.
ديادونې وړده چى دشهيد محمد قادر په ليسه كي ۱۴۲۳ تنه زده كوونكى چى ددى جملى نه ۱۲۱ تنه انجونى او دشيخ امير په ليسه كى ۱۵۶۲ هلكان په زده كړه بوخت دى چى دنوموړو د ودانيو په جوړه ولو سره دياد شويو ښوونځيو دزده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والى له امله ليرى شى.